د چین ولسمشر ژمنه وکړه چې هېواد بهیې هغه برېښناکوټونه چې ډېر سکاره پهکې سوځول کېږي، له خپلې خاورې دباندې جوړ نهکړي.
شي جین پېنګ دا ژمنه په داسې حال کې پرون په نیویارک کې د ملګرو ملتو په عمومي اسامبلۍ کې وکړه چې پر چین په برېښناکوټونو کې د سکرو د کارولو په خاطر فشارونه زیات شوي دي.
دا فشارونه د اقلیمي بدلون په اړه د پاریس د موافقې د هدفونو د پوره کېدو په خاطر دي.