د هایتي په زرګونو پناه غوښتونکي د امریکا د متحدو ایالاتونو د تکزاس ایالت په یوه کوچني سرحدي ښارګوټي کې تر یوه پله لاندې راغونډ شوي دي.
دا موضوع د ولسمشر جو بایډن د د مهاجرت پالیسیو لپاره یو ازمېښت ګڼل کېږي.
تر پرون پورې د هغو پناه غوښتونکو شمېر تر لسو زرو واوښت چې په ديل ریو ښارګوټي کې تر یوه پله لاندې راغونډ شوي دي.
د امریکا د ګمرکونو او سرحدي خوندیتوب ادارې او محلي چارواکو ویلي چې اټکل کېږي په را روانو ورځو کې به په زرګونو نور کسان همدغه ځای ته ورسېږي.
هغه مقررات چې د ۲۰۲۰میلادي کال په مارچ میاشت کې د کرونا وبا په تړاو نافذ شوي، پرځای دي چې له مخې به یې پناه غوښتونکي پرته له دې چې د پناه غوښتنې هڅه وکړي رد کړای شي، خو هغه کسان چې ماشومان ورسره دي او ګڼې کورنۍ ورڅخه مستثنی ګڼل شوي دي.