ینس سټولټنبرګ په افغانستان کې د خپل مأموریت د اهدافو دفاع وکړه
ینس سټولټنبرګ د جرمني الګماینه زایتونګ ورځپاڼې ته ویلي، ځیني وختونه هغه مهال د ترهګرۍ مخه نیول کېږي چې تر ګواښ لاندې هېوادونو کې پیاوړي او د باور وړ بنسټونه جوړ شي.
د ډي.پي.اې اژانس په استناد سټولټڼبرګ ویلي، دی لا هم د یوه باثباته افغانستان ملاتړ کوي.
د امریکا په مشرۍ ناټو ټلوالې ۲۰ کاله په افغانستان کې پوځي مأموریت درلود او د تېرې میاشتې په وروستیو کې یې خپل مأموریت پای ته ورساوه.
له دې وړاندې امریکا هم ویلي، له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې یې هغه څه چې افغانستان کې غوښتل ترلاسه کړل.