په امریکا کې سیلابونو لږ تر لږه ۴۱ کسان وژلي دي.
سیلابونه د ایدا سمندري توپان له امله راوتلي چې ډېر زیان یې په همدې وروستۍ دوو ورځو کې د نیوجرسي او نیویارک خلکو ته اړولی دی.
د راپورونو له مخې ۲۳ کسان په نیوجرسي او ۱۲ تنه هم په نیویارک کې مړه شوي دي.
سمندري توپان ایدا لومړی د اګسټ په ۲۹ لویزیانا ته ورغلی وو او له هغه ځایه یې مخه د نیویارک او نیوجرسي په لور تاو شوه.
په ټولو هغو سیمو کې چې سمندري توپان ور رسیدلی او سیلابونه راوتلي ګڼ کورونه او سړکونه لاندې دي او خلکو ته ډېر تاوان اوښتی دی.
د توپان او تُند شمال ځواک څلور درجې ښودل شوی او په هغه وخت کې چې اوج ته رسیدلی وو چټکتیا یې په ساعت کې ۲۴۰ کیلومتره وه.
په لویزیانا، مسي سي پي او الاباما کې مخکې د لسو کسانو د وژل کېدو راپور ورکړل شوی وو.