د روسیې د ولسمشر ویاند وايي، د دغه هېواد د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د هغه د امریکايي ساري جوبایډن ترمنځ تراوسه پورې د افغانستان پر سر د رسمي خبرو پرېکړه نه ده شوې.
د کریملین ویاند دیمتري پیسکوف پرون پنجشنبه په مسکو کې خبریالانو ته وویل، مسکو او واشنګټن د افغانستان د وضعیت په اړه له یو بل سره په تماس کې دي، خو تر اوسه پورې په دې اړه کومه پرېکړه نه ده شوې چې د دوو هېوادونو ولسمشران په دې موضوع خبرې وکړي.