سکاټلنډ وايي، د سږ کال د جون له میاشتې تراوسه پورې یې ۱۶۰ افغانانو ته پناه ورکړې ده.
د سکاټلنډ د بهرنیو چارو ایالتي وزیر انګس رابرټسن Angus Robertson پرون د ادنبرا په (هولي روود) کې ژمنه وکړه چې په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته به له هغو افغانانو سره مرسته وکړي چې له خپل هېواده تښتي.
ده دا هم وویل چې تر اوسه پورې یې ۱۶۰ تنو افغان کډوالو ته کورونه ورکړي دي.
تر دې وړاندې د سکاټلنډ حکومت اعلان کړی و چې دوه نیم لکه پونډه به له هغو افغانانو سره مرستې ته ځانګړي کړي چې د خپل هېواد د کړکېچ له کبله مرستو ته اړتیا لري.