د قطر د بهرنیو چارو وزیر وايي، هیله لري چې د کابل هوايي ډګر به ژر پرانيستل شي.
محمد بن عبدالرحمان الثاني پرون پنحشنبه په دوحه کې خبریالانو ته وویل، لا هم د هوايي ډګر د ارزونې بهیر دوام لري، قطر له طالبانو سره کار کوي چې د هوايي ډګر ستونزې او خطرونه معلوم کړي.
په همدې حال کې د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، د کابل په هوايي ډګر کې د قطر او ترکیې ټیمونه په کار بوخت دي او کابل ښاروالي یې د پاکولو چارې بشپړولو ته نژدې کړي دي.
مجاهد زیاته کړه: "د ځینو وسایلو اخیستلو او نصبولو ته اړتیا ده، ټیمونه هڅه کوي چې ژر تر ژره د هوايي ډګر فعالیت پیل شي، ژر به هوايي ډګر فعاله شي."
ځینو طالب چارواکو ویلي چې د کابل هوايي ډګر د ترمیم لګښت ښايي پنځوس میلیونه ډالرو ته ورسېږي.