یو تن له هغو افغان ماشومانو چې په وروستیو ورځو کې له کابله پولنډ ته رسول شوی و او زهرجنه پوڅکۍ یې خوړلې وه، پرون پنجشنبه مړ شو.
د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د راپور پر اساس، د پولنډ په پلازمېنه وارسا کې د ماشومانو د روغتون ډاکټران وايي چې د دغه پنځه کلن ماشوم د مشر ورور چې ۶ کلن دی، د ځیګر د پیوند جراحي عملیات بریالي ښکاري، خو د هغه مازغو ته هم زهرو بد زیان اړولی او له دې کبله یې حال نازک دی.
دا دوه وروڼه او یوه خور یې تېره اوونۍ وروسته له دې په روغتون کې بستر شول چې د دوی د کورنۍ غړیو، وارسا ته نژدې د پودکووا لیسنا د سیمې د کډوالو مرکز ته نژدې له ځنګله څخه زهرجنه پوڅکۍ راوړې او خپلو ماشومانو ته یې ورکړې.