Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

تړلي بانکونه؛ طالبان به د حکومت ولاړه عرابه څه ډول بېرته په ګرځېدو راولي؟

د طالبانو د واکمنۍ له یوې اوونۍ وروسته اوس هم په کابل ښار کې ژوند عادي شوی نه دی.


د تېرې اوونۍ له یکشنبې ورځې راهیسې بانکونه، دولتي ادارې او خصوصي موسسې تړل شوي او د لومړنیو خوارکي توکو بیې هم د پام وړ زیاتې شوي دي.


که څه هم طالبانو له دولتي کار کوونو کار ته د بېرته راتګ غوښتنه کړې، خو دولتي کار کونکي لا هم حالت د دې چارې جوګه نه بولي.


د کابل ښار اوسیدونکی روح الله وايي، د بانکونو تړل کېدو د ژوند د لومړنیو توکو بیې لوړې کړي او عادي ژوند یې ورته له ستونزې سره مخ کړی.


هغه وايي، ټولې پېسې په بانک کې بندې پاتې او په سختو شرایطو کې ژوند تیروي: "د طالبانو له راتک سره ټول بانکونه تړل شوي دي، د خلکو پیسې په بانکونو کې بند پاتي او د ژوند د دوام لپاره په کور کې پېسې نه لري، د ټیلیفون کارت په ډېرو ستونزو سره پیدا کېږي، که بانکونه په همدغه ډول بند پاتې شي، زما په ګډون ډېرخلک به له زیاتو ستونزو سره مخ شي، موږ د ژوند لومړني توکي نشو پیرلی."


د طالبانو ل خوا د کابل سقوط د دې ولایت د خلکو عادي ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی.


د روح الله ترڅنګ د کابل ډېر شمېر اوسیدونکي له ورته ستونزو سره مخ دي.


بادام احمدزی د دې ښار بل اوسیدونکی دی وايي، ټول دولتي ادارات تړل شوي، بانکونه بند دي او د خوراکي توکي بیې هم لوړې شوي دي: "ډېری خلک چې په کابل کې ژوند کوي دولتي کار کوونکي دي، کله چې کار نه وي نو هغوی څه ډول د خپل د ژوند اړتیاوې پوره کړي، بله ستونزه د موبایل د کارتونو ده هغه هم په ډېرو ستونزو پیدا کېږي، دغه ستونزې هغه مهال پیدا شوي چې طالبانو کابل ونیوه."


دا په داسې حال کې ده چې په ورځني ډول په سلګونو کسان د بانکونو مخې ته ولاړ وي خو دا معلومه نه ده چې دغه بانکونه به کله پرانېستل شي.


د دې ستونزې د حل لپاره د عزيزي بانک یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل، مرکزي بانک او د صرافیانو ټولنه د دې ستونزې د هوارۍ لپاره له طالبانو سره په خبرو بوخت دي.


دغه اندېښنې په داسې حال کې دي چې طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره له ټولو دولتي کار کوونکو غوښتي څو خپلو دندو ته حاضر شي، خو اوس به ولیدل شي چې طالبانو د حکومت دغه ولاړه عرابه څه ډول بېرته په ګرځیدو راولي؟

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus