کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننيو ګنو کې د افغانستان په روان وضعیت او پر سقوط شویو بندرونو ګڼې مقالې او تبصرې خپرې کړي دي.
د ازادي راډیو خبریال د دغه ورځپاڼو غورچاڼ په یوه راپور کې رانغاړلی دی، د دې تړوني په کېکاږلو سره یې ولولئ:
ویسا
ویسا ورځپاڼې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې وروستیو جګړو ته په اشارې لیکلي چې د روان وضعیت دوام د طالبانو په ګټه نه دی.
وړاندې راغلي چې د طالبانو د وروستیو پرمختګونو سره د عمومي مرګ ژوبلې سربېره لیدل کېږي چې په ځینو هغو سیمو کې چې د طالبانو لاسته ورغلي لکه د کندهار زیاتره ولسوالۍ، ځینې مخ پټي کسان د خلکو کورونو ته ورځي او مشخص کسان ترې راباسي او په قتل یې رسوي.
د لېکوال په وینا ان د کابل په شمالي څنډه کې هم په ځینو ولسوالیو کې ناپېژانده وسله وال چې مخونه یې پټ کړي وي په هدفي وژنو لاس پورې کوي.
ورځپاڼې لیکلي، په همدې ډول د طالبانو تر کنټرول لاندې سېمو کې د سړکونو د اړولو، پلونو ویجاړولو او د دولتي ودانیو د تخریبولو موارد په زیات شمېر ترسره شوي.
خو د لېکوال په خبره که څه هم طالبانو په وار- وار د داسې اعمالو له ترسره کولو انکار کړی، خو د دوی انکار په دې دلیل د چا قناعت نه شي ترلاسه کولای .
لېکوال پوښتنه کړې که طالبان نن په خپلو سیمو کې د عامو وګړو ژوند او عامه تاًسیسات نه شي ساتلی نو په څه دلیل به دوی خلک د واکمنۍ لپاره وړ خلک وبولي؟
لېکوال ټینګار کړی چې اوسنی وضعیت د طالبانو په ګټه نه دی باید ترې لاس واخلي.
هېواد
هېواد ورځپاڼې ټینګار کړی چې د افغانستان سقوط شوي بندرونه بايد بېرته ونيول شي.
ورځپاڼې وړاندې لیکلي چې افغانستان کې د طالبانو په نوم جګړې د ګڼو انساني زيانونو ترڅنګ سخت مالي او پرمختيايي زيانونه هم اړولي او د افغانستان يو شمېر هغه مهم بندرونه هم سقوط شوي چې په رسمي توګه پرې د افغانستان بهرنۍ راکړه ورکړه کېده چې اوس هرڅه په ټپه دریدلي دي.
ورځپاڼې د پاکستانۍ ډان ورځپاڼې هغه راپور ته اشاره کړې چې ویلي، وسله والو طالبانو د سپين بولدک ولسوالۍ تر نيولو څه موده وروسته اوس د ماليې راټولولو لپاره نوې تعرفې ورکول پيل کړي دي.
لېکوال ټینګار کړی چې د بندرونو سقوط او اوسنی وضعيت د يوه افغان ضمير هم نه شي منلی، نو له همدې امله یې پر حکومتي چارواکو غږ کړی چې د افغانستان د سقوط شوېو بندرونو بېرته نيولو او بېرته احيا کولو لپاره بايد په ټول وس هلې ځلې وشي.
اطلاعات روز ورځپاڼه
اطلاعات روز ورځپاڼې لیکلي چې طالب جنګیالي له بل هر وخت ډېر په ګذره ولسوالۍ کې د هرات ولایت صنعتي ښارګوټي ته نږدې شوي دي.
وړاندې راغلي، ګذره کې د طالبانو د فعالیت پراخېدو د هرات صنعتکارانو اندېښنې راپارولي دي.
د لېکوال په وینا د هرات امنیتي حالت په ځانګړي ډول د صنعتي ښارګوټي خراب دی او که حالت دوام پیدا کړي، صنعت کاران اړ دي چې د خپلو کارخونو دروازې وتړي.
ورځپاڼې اندېښنه ښودلې چې هرات کې یوې لسیزې ناامنۍ او سړي تښتونې د هرات ډېری سوداګر او صعتکاران اړ کړل چې یا ټوله پانګه او یې یوه برخه بهر ته ولېږدوي.
لېکوال له حکومت او طالبانو ډلې غوښتي چې د هرات صنعتي ښارګوټي نږدې سیمو کې له وسلهوالې نښتې لاس واخلي څو د صنعتکارانو پانګې خوندي پاتې شي.