د هغو افغانانو چې د امریکا له پوځ سرهیې د ترجمانانو او سلاکارانو په توګه کار کړی وو، لومړۍ ډله د خپلو کورنیو له غړو سره د امریکا خاورې ته ورسېده.
دا ډله به چې شمېر یې ۲،۵۰۰ تنه دی، تر هغو پورې چې د مهاجرت د ویزې پروسهیې بشپړېږي، د ویرجینیا ایالت په فورټ لي پوځي اډه کې په موقت ډول دېره شي.
له دې سره هممهاله د امریکا متحده ایالاتو کانګرس د رایو په لوی اکثریت هغه اضطراري لایحه تصویب کړه چې له مخې یې په افغانستان کې هغو کسانو ته د ویزو شمېر زیاتېږي چې له امریکايانو سرهیې کار کړی دی.
د دوو میلیارد او ۱۰۰ ملیونو ډالرو په ارزښت دغه لایحه په قانون د بدلېدو لپاره د ولسمشر جو بایډن توشېح ته اړتیا لري.
د امریکا مشرانو جرګې دغه لایحه د پنجشنبې په ورځ تصویب کړه چې وروسته د استازو جرګې هم سم د لاسه تصویب کړه.
د دې لایحې له مخې هغو افغانانو ته چې په افغانستان کې یې له امریکایانو سره کار کړی، ۸،۰۰۰ نورې ویزې برابرېږي او د دوی د لېږد، استوګنځیو او نورو ضروري خدماتو لپاره ۵۰۰ ملیونه ډالره په پام کې نیول شوي دي.