Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې د اختر ورځې څنګه تېرېږي؟

یو شمېر افغانان چې دا نږدې ۲۰ کاله‌يې د افغانستان د اسلامي جهوري دولت تر واک لاندې سیمو کې اختر تېراوه اوس د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې اختر نمانځي، خو څه ډول؟


دا ورځې ښايي د تېرو اخترونو په پرتله توپیر ولري، یو شمېر خلک د ۲۰ کلونو وروسته د طالبانو تر سیوري لاندې ژوند کول تجربه کوي.


دوی د اختر د ورځو بېلابېلې کیسې لري.


له دوی څخه یوه ۳۸ کلنه سبزینه ده. هغه د خپل مېړه او ۶ ماشومانو سره د بدخشان ولایت په زیباک ولسوالۍ کې ژوند کوي.


هغه د سې شنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۳۰» ازادي راډیو ته وايي چې په دې اختر کې خلکو نه اختریز دسترخوانونه نیولي او نه هم چندان اختریز تګ او راتګ شته.


سبزینه زیاتوي: "کلونه مخکې، زموږ اخترونه ډېر له خوښیو ډک و. موږ به ډک اختریز دسترخوانونه جوړول. اووه ډوله مېوه به مو ایښودله، کلچې به مو پخولې، خو پرون مو هېڅ نه‌درلودل ځکه موږ یې منع کړي یو. حتی د اختریزو دسترخوانونو په نشتوالي کې، ماشومانو هم اختریز تګ راتګ نه‌درلود. په موږ مېرمنو دومره محدودیت وضع شوی چې حتی موږ ونه‌شو کولای له کور څخه بهر وتلې وی. اختریزې جامې مو نه‌دي جوړې کړي، موږ هېڅ نه‌شوو پوه چې اختر څه شی دی. ډېرې خرابې ورځې دي، نه اختریز دسترخوان لرو، نه مو اختریز دود شته. پرون مو هم د زره په خواشینۍ تېر کړ، نن هم."




د سبزینې په څېر د ځینو نورو لپاره هم دا اختر د مخکېنیو اخترونو په پرتله رنګ او خوند نه‌لري.


۳۵ کلن صدیق‌الله د کندهار ولایت د ډنډ ولسوالۍ اوسېدونکی وایي: "زه څنګه اختر ونمانځم؟ همدا پرون زما ماشومانو راته وویل چې اختر دی، زموږ لپاره یو څه اخلئ که نه؟ ما وویل زوی خدای مهربان دی، خدای لوی دی. موږ دې اختر ته هېڅ تیاری نه‌لرو."


خو د ځینو لپاره ښايي د طالبانو د واکمنۍ تر سیوري لاندې دا اختر د نورو اخترونو په پرتله ډېر توپیر ونه‌لري.


د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالۍ یو تن اوسېدونکي چې نه‌یې غوښتل نوم‌یې واخیستل شي وویل: "د سږکال اختر د تېر کال له اختر سره هېڅ توپیر نه‌لري. ورته قربانۍ او مراسم ترسره کېږي. درې ډوله مېوې وېشل کېږي، د ماشومانو لپاره، د ځوانانو او د کلي مشرانو لپاره. مېرمنې د خپل محرم سره په پوره حجاب کې لوی څادرونه اچوي او له یو کلي څخه بل کلي ته ځي. سږ کال اختر ښه دی."


د افغانستان په یوه بله برخه کې، بادغیس ولایت کې هم خلکو د طالبانو تر سیوري لاندې د اختر لومړۍ ورځ ونمانځله.


خدايداد چې د دغه ولايت د اب کمري ولسوالۍ اوسېدونکی دی وايي که څه هم خلک د جګړو په اړه اندېښمن دي، خو خوشحاله اختر يې درلود.




خدایداد زیاتوي: "خلکو د اختر لمونځ وکړ، قربانۍ یې هم وکړې، د یو بل کورونو ته لاړل، خلکو د خپلو خپلوانو سره لیده کاته وکړل. دلته په اطرافو کې هېڅ کومه خبره نه‌شته. د خلکو ځورول هم نه‌شته. مګر دننه په ښار کې خلک اندېښمن دي. ډېر خلک له ښار نه راووتل او اطرافو ته راغلل چې دا کار د اطرافو خلک اندېښمن کړي دي."


په ورته وخت کې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې دوی تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې هېڅ محدودیت نه‌دی وضع کړی او خلک په خوندي چاپېریال کې اختر تېروي.


د هغه په وینا، طالبان اوس په مجموعي ډول تر ۲۵۰ ډېرې ولسوالۍ تر کنټرول لاندې لري هغه ادعا چې د حکومتي سرچینو له‌خوا رد شوې ده.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus