کاسوو په سوریه کې له هغو کمپونو چې د داعش ډلې جنګیالي او د کورنیو غړي یې ساتل کېږي، خپل ۱۱ وګړي تسلیم کړل.
د کاسوو د کورنیو چارو وزیر، جلال سفیچلا (Xhelal Sfeçla) پرون اعلان وکړ، چې دغه هېواد ته ستانه کړای شوي کسان د داعش جنګیالیو مېرمنې او ماشومان دي.
ده وویل، دغه کسان ټولنې ته د بېرته ستنولو لپاره د دوی مرستې او ملاتړ ته اړ وو.
د کورنیو چارو وزیر ټینګار وکړ، هغه کسان به مجازات شي چې د افراطي ډلو په چوکاټ کې یې جنایتونه کړي وي.
له ۲۰۱۹میلادي کال راهیسې د کاسوو چې اکثریت اوسېدونکي یې مسلمانان دي، ۱۱۰ وګړي بېرته دغه هېواد ته ستانه کړای شوي چې ډېری یې ښځې او ماشومان او د ادعاوو له مخې څلور تنه جنګیالي وو.