د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د شانګهای د غړو هېوادونو په صنعتي، فرهنګي او د خوړو په نندارتون کې د افغانستان د لاسي صنایعو او نقاشیو هنرونه د لیدونکو له تود هرکلي سره مخ شوي او تر ټولو ډېر پلور يې درلود.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند فواد احمدي نن یکشنبه (د چنګاښ په ۲۸مه) ازادي راډيو ته وویل چې دغه نندارتون تېره ورځ د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه ښار کې جوړ شوی و.
د نوموړي په وینا، یاد نندارتون د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت او د تاجک ګرځندوی پراختیايي کمېټې له خوا جوړ شوی و او د افغانستان سربېره په کې د تاجکستان، هند، ازبیکستان، پاکستان او فلسطین هېوادونو لاسي صنایع هم نندارې ته اېښودل شوي وو.
په نندارتون د افغان مېرمنو لاسي صنایع او د نقاشۍ هنرونه هم نندارې ته اېښودل شوي و.