د کندهار میرویس روغتون چارواکي وايي د روانې جګړې د ټپیانو درملنې لپاره عامو خلکو ۳۰۰ یونټه وینه ډالۍ کړې.
لسګونه کسان تېر دوه ورځې د وینې د ډالۍ لپاره میرویس روغتون ته ورغلل. دغه روغتون ته هره ورځ د جګړو ګڼ ټپیان ورانتقالېږي چې اکثر یې وینې ته شدیده اړتیا لري.
د وینې ډالۍ کوونکي اکثر هغه ځوانان دي چې جګړو غمجن کړي. دوی ټينګار لري چې د خلکو ژغورنې ته له خپلې وینې تېر دي.
زمری څرګند د کندهار اوسېدونکی وايي: "په دغسې جنګي ماحول کې خلک ډېر ځپل شوي. وینې ته ضرورت لري. تاسو په جریان کې یئ چې دلته د جَنوب غرب حوزې د جګړو ټپیان او د ترافیکي پېښو متضررین دلته دغه روغتون ته راوړل کېږي، نو د دې لپاره چې له دوی سره مو همکاري کړې وي، خپله وینه مو له دوی قربان ده."
د روغتون مشر محمد داوود فرهاد ازادي راډیو ته ویلي ۳۰۰ یونټه وینهیې ټوله کړې چې اوس وخت د ټپيانو چاره پرې کېږي.
هر ناروغ په متوسط ډول څلور نیم یونټه وینې ته اړتیا لري او ځینو چې ډېره وینه ضایع کړې وي ښايي لا زیاتې وینې ته اړتیا ولري.
طالبانو که څه هم په ښار باندې د بریدونو په تړاو څه نهدي ویلي، خو د کندهار سیمهییزو چارواکو ویلي چې دې ډلې د ښار په ۱۵مې، ۹مې، ۶مې او ۱۱مې ناحیو باندې باندې تازه بریدونه پیل کړي.
افغان پوځیانو تېر یوه اوونۍ د دغو بریدونو د دفاع لپاره ځوابي بریدونو ته دوام ورکړی.
د جګړو زیاتېدو عام خلک راتلونکي ته ډېر اندېښمن کړي.
محمد داوود بشردوست د کندهار بل اوسېدونکی زیاتوي: "داسې یو ناورین په شان دی. خلک ځغلي وینې دي، ټپيان دي. ښځو او ماشومانو لوڅې پښې له کورونو منډې وهلې."
په دې سربېره چې وسلهوالو طالبانو او افغان پوځیانو ته په روانه جګړه کې مرګژوبله اوړي د مرګژوبلو یوه لویه برخه ملکیان دي.
محمد چې زخمي په کټ پروت دی د جګړو د بندېدو غږ کوي: "هاوان راغی او زموږ د کور په منځ کې ولګېد. ټول ماشومان، ښځې او نارینه سره ناست وو. زه او دوه وروڼه او مور مې زخمیان شوو. اوس مې حالت ښه دی په روغتون کې یو. په دغه خپل کلي کې سره ښه پوهېږي یو کور طالب دی بل حکومت دی، نو څه معنی لري چې دا جګړې زور اخلي. کومه خوا چې په وسه نهده پوره موږ دې دغه حالت نهرسوي."
د میرویس روغتون چارواکي وايي له ۱۰۰ زیات ټپیان یوازې تېرو دوو ورځو کې روغتون ته وروړل شوي.
دغه روغتون ته تېره یوه اوونۍ له جګړو او بریدونو نږدې ۱۵۰ ټپيان اکثر ملکیان ورانتقال شوي. شاوخوا ۲۰ جسدونه هم راوړل شوي چې پهکې درې د ملکیانو دي.
له کله چې بهرنیو ځواکونو له افغانستانه وتل پیل کړي وسلهوالو طالبانو په ولسوالیو او ان لویو ښارونو بریدونه زیات کړي دي.
افغان حکومت وايي، پوځیان د طالبانو د بریدونو د دفاع جوګه دي او اجازه نهورکوي چې دا ډله زیاتې سیمې لاندې کړي.