عراقي رسنیو راپور ورکړی چې له ایرانه دغه هېواد ته د وارداتي برښنا دوه ستنې په بمونو الوزول شوي دي.
په دې سره د دیاله ښار د ګڼو سیمو برښنا پرې شوې ده.
عراقي چارواکو ویلي، وسله والو کسانو چې ګمان کېږي د داعش ډلې غړي به وي پرون دوشنبه(د چنګاښ ۲۱مه) په دیاله ښار کې د برښنا دوه لویې ستنې په بمونو والوزولې.
تر دې مخکې په صلاح الدین، کرکوک او دیاله ښارونو کې د برښنا څو پایې الوزول شوي چې د اکثرو بریدونو پړه داعش ډلې منلې ده.
عراق د ایران د وارداتي برښنا لوی پیریدونکی دی.