فنلنډ له دغه هېواده د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو لړۍ درولې ده.
د دغه هېواد د کډوالۍ ادارې پرون دوشنبه(د چنګاښ ۲۱مه) ویلي، دا پرېکړه یې د افغانستان د ناسمۍ امنیتي وضعې په خاطر کړې ده.
دې ادارې زیاته کړې، د جولای له نهمې هرهغه پرېکړه درول شوې چې له فنلنډه د ناقانونه افغان کډوالو د ایستلو باعث ګرځېده.
فنلنډي چارواکو ویلي، دا پرېکړه تر هغه جاري پاتې کېږي چې د افغانستان د وضعیت په تړاو ارزونه بشپړه او د ایستل کېدونکو کډوالو د امنیت د خوندیتوب په اړه ډاډ حاصله شي.
د فنلنډ د کډوالۍ ادارې یوه مسوول جاکو پورونتي ویلي، اوسنۍ پرېکړې په دې معنی نه ده چې پناه غوښتونکي به په اتومات ډول دایمي اقامه ترلاسه کړي، بلکې د خپلو غوښتنلیکونو د نتیجو په اړه باید زیات انتظار وباسي.
د جاکو په خبره دم ګړۍ ۳۵۰ غوښتنلیکونه چې افغان پناه غوښتونکو ورکړي وروستۍ پرېکړې ته په تمه دي.
فنلنډ داسې وخت د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو لړۍ درولې چې څو ورځې مخکې د افغانستان د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت له اروپايي هېوادونو وغوښتل چې د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو یا ډيپورټ پروسه ودروي.
دغه وزارت په یوه بیان کې ویلي و چې د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي د زیاتېدو او د کرونا وبا د خپراوي په خاطر دې لږ تر لږه دری اوونۍ د پناه غوښتونکو د ډیپورټ پروسه ودرول شي.