د بادغیس والي حسام الدین شمس وایي، امنیتي او دفاعي ځواکونو د دې ولایت پر مرکز قلعه نو د وسله والو طالبانو حملې په شا تمبولې او هغوی ته یې مرګ ژوبله اړولي.
د بادغیس والي حسامالدین شمس نن خبریالانو ته وویل: "په پیل کې له دوه درې لورو، مخالفین او دښمن ښار ته ننوتی وو. له نېکه مرغه زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو له جانانه او زړور مقاومت سره مخ شول. د څو ساعتونو لپاره جګړې دوام درلود. اوسمهال دښمن زیان لیدلی او مرګژوبله یې لیدلې ده او د شاتګ په حال کې دی. د قلعه نو خلکو ته ډاډ ورکوم چې امنیتي او دفاعي ځواکونه تر وروستۍ شېبې به له ښار دفاع وکړي."
ښاغلي شمس په ویډیوي پیغام کې چې د کورنیو چارو وزارت په خپله فیسبوک پاڼه کې خپور کړی، وایي: "د امنیتي ادارو یو شمېر مشران دلته په قلعه نو کې حضور لري، غواړو تاسو ته ډاډ درکړو چې د ځانګړو او سپېشل فورس ځواکونو په ګډون زموږ ټول امنيتي او دفاعي ځواکونه به له قلعه نو څخه دفاع وکړي او دښمن چې اوس له موږ سره په نښتو کې ښکېل دی، د ښار په ځینو برخو کې ورته تلفات رسیدلي او هم له ماتې سره مخامخ شوی دی."
له دې مخکې نوموړي ازادي راډیو ته وویل چې د دې ولایت ټولې ولسوالۍ د طالبانو لاسته لویدلې دي.
د راپورونو له مخې پر قلعه نو د وسله والو د نن سهار په برید کې د قلعه نوز ندان مات شوی او ټول بندیان ترې تښتیدلي، خو سیمه ییزو چارواکو ویلي چې امنیتي ځواکونو ډېری بندیان نیولي او بېرته یې زندان ته لېږدولي دي.
وسله والو طالبانو پر قلعه نو د حملو په اړه څه نه دي ویلي، خو له دې مخکې یې ادعا کړې وه چې د مقر، قادس او اب کمري ولسوالیو د نیولو پر مهال له دوه سوه زیات پولیس او سرتیرې له خپلو وسلو او مهماتو سره دوی ته تسلیم شوي دي.