د امریکا متحدو ایالاتونو او اروپایي ټولنې ایران ته خبرداری ورکړی چې د یورانیمو د غني کولو وروستۍ هڅې به یې هغه خبرې له خطر سره مخامخ کړي چې په ویانا کې د ایران د اټمي تړون د احیا لپاره روانې دي.
دغه خبرداری څو ساعته وروسته له هغې ورکول کېږي چې د نړیوالې اټمي انرژۍ ادارې راپور ورکړ چې ایران نیت لري، یورانیم تر شل سلنې پورې غني کړي.
په دې پیمانه د یورانیمو غني کېدل به کافي وي چې د اټمي وسلې په تولید کې ترې کار واخېستل شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس وویل، واشنګټن له تهرانه غواړي چې دغه خطرناکه لوبه دې پای ته ورسوي او بېرته دې د ویانا له خبرو سره یوځای شي او د دغه کار د بشپړولو لپاره دې ریښتیني خبرو ته تیاری ونیسي.
د بریتانیا، فرانسې او جرمني د بهرنیو چارو وزیرانو ژوره اندېښنه څرګنده کړې او خبرداری یې ورکړی چې د ایران دغه اقدام روانې خبرې اترې له خطر سره مخامخ کوي.
دوی ویلي چې ایران دې دې خبرو ته له ځنډ پرته په دې نیت ور وګرځي چې هغه ژر بشپړې کړي.
دغو وزیرانو دغه راز ویلي چې د ایران دغه اقدام له دې پلوه هم د اندېښنې وړ دی چې د دغو خبرو د دوام لپاره بل وخت هم نه دی ټاکل شوی.