په بلاروس کې د ولسمشرۍ ټاکنو یو پخوانی داوطلب ویکتار باباریکا د فساد په تور په ۱۶ کلونو بند محکوم شوی دی.
د ویکتار مدافع ټیم په هغه لګېدلي تورونه رد کړي او ویلي یې دي محکمې د دې لپاره ویکتار تورن کړی چې سیاسي موقف ته یې ضربه ورسوي.
ویکتار باباریکا غوښتل تېر کال د بلاروس د دیکتاتور مشر الکساندر لوکاشینکا پر وړاندې په ولسمشرۍ ټاکنو کې کاندید شي، خو په جون میاشت کې ونیول شو.
باباریکا په بلاروس کې د روسیې د بلګازپروم بانک مشر و.
په بلاروس کې د لوکاشینکا ټول سیاسي مخالفان ځپل شوي او بند ته اچول شوي دي.
د لوکاشینکا تر ټولو سرسخته مخالفه د اپوزیسیون مشره سویتلانا څخانوفسکایا او ګڼ نور مخالفان بیا لېتوانیا ته جلاوطنه شوي.
خلکو د ۲۰۲۰ میلادي کال ټاکنې له درغلیو ډکې بللي او ویلي یې دي چې لوکاشینکا په درغلیو ځان ولسمشر کړی.
د خلکو او مخالفانو د ځپلو لپاره حکومتي ځواکونو له زور زیاتي کار اخیستی. دا کار د دې لامل شوی چې اروپايي ټولنه په پراخه کچه په بلاروس بندیزونه ولګوي.