د قبرس په جنوب کې له تېرې شنبې لګېدلي اور لږترلږه څلور کسان مړه کړي او په لسګونه کورونه، بڼونه او د نښترو ځنګلونه ویجاړ کړي دي.
اور وژونکي پرون وتوانېدل چې د اور ډېره برخه کنټرول کړي.
دغه اور لومړی په اراکاپاس کلي کې تېره شنبه پیل شو چې د تندو بادونو له کبله په چټکۍ شااوخوا سیمو ته خپور شو.
لږترلږه له اتو غرنیو کلیو خلک نورو ځایونو ته وتلي دي.
د قبرس د کورنیو چارو وزیر نیکوس نَوریس (Nicos Nouris) ویلي، د څلورو کسانو مړي د اودو په نوم کلي کې موندل شوي دي.