Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د قریشي خبرو ته د سرحدونو او قبایلو وزارت غبرګون: پاکستان نیابتي جګړه جاري ساتلې

د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر وايي، پاکستان تل د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس‌وهنه کړې او په یوه نه، یوه ډول یې دلته خپله نیابتي جګړه روانه ساتلې.


محب‌الله صمیم چې نن‌یې «۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۳۱» په کابل کې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې وویل، پاکستان له پر ځان بسیا، پرمختللي او اباد افغانستانه وېره لري.


د ښاغلي صمیم په خبره، پاکستان اوس هم په افغانستان کې د خپلو ګټو په لټه کې دی او په چلند کې یې هېڅ ډول بدلون نه‌دی راغلی.


د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر د ډیورنډ کرښې په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي څرګندونې هم وغندلې او هغه‌یې د افغانستان د ملي ګټو خلاف وبللې.




ښاغلی صمیم زیاتوي: "لومړی د ډېورند کرښې په اړه د قریشي خبرې غندم او دا د افغانستان په چارو کې ښکاره مداخله ده. افغانستان دا درې لسیزې کېږي چې د خپلو ملي ګټو د تأمین لپاره، د پاکستان د نیابتي، مخامخ او نا اعلان شوې جګړې قرباني دی. د دې جګړو په هدف ټول پوهېږو او په دې هم پوهېږو چې څوک‌یې او ولې یې تمویلوي."


محب‌الله صمیم دغه‌شان د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هغه څرګندونې هم رد کړې چې ګنې د طالبانو مشران په افغانستان کې دي.


هغه وویل، د طالبانو د رهبرۍ شوراګانې په افغانستان کې نه، بلکې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې دي، هملته‌یې د تمویل او تجهیز مرکزونه شته او له دې سربېره‌یې د ټپیانو درملنه هم پاکستان کې کېږي.


ښاغلی صمیم داسې مهال دا څرګندونې کوي چې پرون د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم وویل، پاکستان دې د نیوکو پر ځای طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي.


له دې وړاندې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هم د پاکستان په اړه تُندې څرګندونې کړې وې او دا هېواد یې نه‌یوازې له طالبانو په ملاتړ تورن کړی و، بلکې یو داسې ځای یې بللی و چې خپل تاریخ او ان ویاړلي مشران هم نه‌لري.




خو پاکستان بیا تل دا تورونه رد کړي او وايي، له افغانستان سره ښې اړیکې غواړي. داسې اړیکې چې په خبره‌یې، د دواړو هېوادونو په ګټه وي.


له طلوع‌نیوز سره مرکه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خبرو ته په ټولنیزو رسنیو کې هم پراخ غبرګون ښودل شوي او ان د پاکستان د پارلمان غړي او پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مشر محسن داوړ هم شاه محمود قریشي ته له طالبانو د ملاتړ په خاطر هغه ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر خطاب کړی دی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus