Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

په هند، کاناډا او اروپایي هېوادونو کې کرونا په کوم وضعیت کې ده؟

هندوستان په دې هېواد کې د کرونا ویروس ضد واکسین کمپاین نن بیا پیل کړ.


سره له دې چې دا هېواد د واکسین له کمي سره مخ دی، خو په دې کمپاین کې هر بالغ هندوستانی د واکسین د یوې ستنې مستحق دی.


د هندوستان د کرونا واکسین دا نوې پالېسي چې د مې میاشت کې رامنځته شوې هغه پېچلی سیستم  پای ته رسوي چې یو شمېر ایالتونه په‌کې د کرونا واکسین د تطبیق په برخه کې له ستونزو سره مخ و.


هندوستان سره له دې چې نورې نړۍ ته د کرونا د واکسین لوی صادروونکی دی، په خپل کور کې ستونزو اړ کړ  چې د 'کووېډ-۱۹' واکسین صادرات بند کړي. دې کار په نورو هېوادونو کې د  واکسین کمپاینونه له ستونزو سره مخ کړي دي. تر اوسه د هندوستان  د یو میلیارد او ۴۰۰ ملیونو وګړو یوازې درې نیم سلنه‌یې بشپړ واکسین شوي.


په وروستیو څو میاشتو کې هندوستان د کرونا وبا سخت وځپه، خو اوس د دې هېواد د روغتیا وزارت شمېرې ښيي چې د کرونا ورځنۍ پېښې په تېرو درې میاشتو کې تر ټولو کم حد ته راښکته شوې دي.




بل‌خوا له کاناډا او مکسیکو سره به د امریکا متحده ایالاتو پولې لږترلږه د یوې بلې میاشتې لپاره تړلې وي. 


دا د سوداګرو او پر پوله د مېشتو خلکو د هغو زیاتېدونکو غوښتنو سربېره ده چې وايي پر پولو دې کنټرول نرم شي.


کاناډا چې تېره اوونۍ له خپل اړخه د پولو د تړل پاتې کېدو اعلان وکړ، د کمپنیو او سیاحت د سکتور تر فشار لاندې دی چې پر پولو دې کنټرول نرم کړي. 


پر پولو کې په اوښتو را اوښتو دا محدودیت د ۲۰۲۰ م کال د مارچ څخه په میاشتنۍ توګه بیا بیا غځېدلی دی.


په اروپا کې له روسیې تر پورتګال پورې هېوادونه د کرونا ویروس د ډېلټا بڼې اندېښمنوونکي خپرېدل تجربه کوي.


د کرونا ویروس دا بڼه لومړی هندوستان کې وموندل شوه او د ویروس د نورو بڼو په مقایسه په چټکۍ او اسانۍ خپرېدونکې ده.




د جرمني د اقتصادي څېړنې یو انستتیوت خبرداری ورکړی دی چې د کرونا د ډېلټا بڼې په خپرېدو کې زیاتوالی د اروپا اقتصاد د یو بل ګوزار سره مخ کولای شي.


په جرمني کې د کرونا ویروس دا هندي بڼه دا مهال یوازې د کرونا د نویو مثبتو پېښو ۶ سلنه جوړوي. په عمومي توګه د مې میاشتې راهیسې په جرمني کې په کرونا د اخته کېدو نوې پېښې راکمې شوې دي.


خو په بریتانیا، پورتګال او روسیه کې د کرونا ډېلټا بڼې  زور اخیستی او دا هېوادونه‌یې اړ کړي چې د لا خپرېدو د مخنیوي لپاره‌یې ځیني محدودیتونه ولګوي. 


روغتیايي چارواکي وايي، د 'کووېډ-۱۹' واکسین د دې ویروس د ډېلټا بڼې په وړاندې هم مؤثر دی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus