Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د اشرف غني مشورتي ناسته؛ 'سوله د افغانستان دولت لومړیتوب دی'

د افغان ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د هېواد له یو شمېر سیاسي او جهادي مشرانو سره په هغه مشورتي غونډه کې چې نن په ارګ کې جوړه شوې وه، ټینګار وشو چې د سولې پروسه د افغانستان د دولت لومړیتوب دی او مخ په وړاندې ګامونه به‌یې د تفاهم او اجماع په رڼا کې اخیستل کېږي. 


په دې اړه د ولسمشرۍ په ټویټرپاڼه کې ویل شوي چې په دې غونډه کې د امریکا متحده ایالاتو ته د افغان ولسمشر او مل پلاوي د سفر په اړه هم مشوره وشوه او هغه مهم وبلل شو.


د امریکا ولسمشر جو بایډن افغان ولسمشر اشرف غني او د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله ته واشنګټن ته د ورتلو بلنه ورکړې. د سپینۍ ماڼۍ د خبرپاڼې له مخې دغه کتنه به د راروانې جمعې په ورځ ترسره شي. 


ښاغلي عبدالله د ولسمشر بایډن د دې بلنې هرکلی کړی دی.


عبدالله د دې شورا په ټویټرپاڼه کې ویلي چې دې د امریکا او افغانستان د اړیکو او په افغانستان کې د عادلانه او تلپاتې سولې د رامنځته کېدو په اړه رغنیزو غونډو او بحثونو ته سترګې په لاره دی. 


سپینې ماڼۍ په خپره کړې خبرپاڼه کې له افغانستان سره د خپلو ډیپلوماتیکو، اقتصادي او بشري همکاریو ډاډ ورکړی او هم‌‌یې ټینګار کړی چې افغانان باید د جګړې د ختمولو په هدف با مفهومه خبرې وکړي. 


په خبرپاڼه کې دغه‌راز ویل شوي چې متحده ایالات به د سولې د روانې پروسې بشپړ ملاتړ ته دوام ورکړي. 


ولسمشر بایډن افغان ولسمشر غني او د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله داسې مهال سپینې ماڼۍ ته وربولي چې د پرېکړې له مخې یې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د ایستلو بهیر ګړندی پر مخ ځي.


بایډن ویلي چې د روان کال د سپټمبر تر ۱۱مې به دغه بهیر بشپړ شي، خو یو شمېر امریکایي چارواکو ویلي چې ښایي دغه بهیر تر ټاکلي وخت مخکې یعنې د راتلونکې جولای میاشتې تر نیمایي بشپړ شي.


له کله چې دغه بهیر د مې له میاشتې راهیسې پیل شوی، وسله‌والو طالبانو په افغانستان کې حملې زیاتې کړې دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus