د کابل ښار په لویدیځ کې خونړېو بریدونو حکومت اړ کړ چې د دې سیمې د امنیت لپاره یوه طرحه جوړه کړي.
د سرور دانش د دفتر رییس محمد هدایت وایي، دا طرحه له خلکو سره د مشورو په پایله کې جوړه شوې او په عملي کېدو سره به یې د کابل په لویدیځ کې د نورو برېدونو مخه ونیول شي.
د ښاغلي محمد هدایت په خبره، دا طرحه دوه برخې لري چې د امینتي ځواکونو زیاتېدل او د امنیت په برخه کې د خلکو د ونډې زیاتېدل په کې شامل دي.
نوموړی وايي: "د دې طرحې پر بنسټ، د ملي اردو، ملي امنیت او ملي پوليسو پوستې، يعنې درې امنیتي کمربندونه جوړېږي. د دې طرحې بله برخه د امنیتي خوندیتوب په برخه کې د خلکو ګډون دی. د خلکو ګمارنه او د څار څانګو فعالېدل چې وړاندې هم و."
دا طرحه د کابل ښار په لویدیځ کې د سیدالشهدا پر ښوونځي له برید وروسته، د جمهور رییس غني په امر جوړه شوې.
دا طرحه د شنبې (د غبرګولي ۲۹مه) په ورځ د جمهور رییس غني په مشرۍ په امنیتي غونډه کې تایید او د ملي امنیت شورا ته دنده وسپارل شوه چې د جمهوري ریاست د دواړو مرستیالانو د استازو په شتون کې دې وڅېړل شي.
د کابل ښار د لویدیځ اوسېدونکی محمد باقر دا طرحه بشپړه بولي او په عملي کیدو یې ټینګار کوي: "دا طرحه به هغه مهال ګټوره وي چې څه ډول جوړه شوې، هماغه ډول عملي شي. جوړه شوې طرحه غوره ده او د خلکو د مشرانو په مرسته او مشوره جوړه شوې."
امنيتي بنسټونو تر اوسه د دې طرحې په اړه جزییات نه دي ورکړي.
بلخوا د کابل ښار د لویدیځ یو بل اوسېدونکی شریف وطندوست وايي، د دې ښار په درېیمه، شپږمه او دیارلسمه حوزه کې تر ګواښ لاندې سیمو غم هم باید وخوړل شي: "موږ غواړو چې دا طرحه عملي شي، ځکه د کابل ښار د لویدیځ د امنیت لپاره اغېزمنه ده. هیله لرم چې حکومت خپله ژمنه عملي کړي."
دا طرحه داسې مهال بشپړېږي چې د کابل ښار لویدیځ کې په دې وروستیو کې مرګوني بریدونه او چاودنې شوي.
پر سید الشهدا ښوونځي، کوثر ښوونیز مرکز، د دشت برچي پر سل بستریز روغتون برید او د مسافر وړونکو موټرو په نښه کول، هغه څه دي چې لسګونه کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
له دوی په ځانکړي ډول پر سېدالشهدا ښوونځي مرګوني برید چې نږدې اتیا تنه یې ووژل، په کور دننه او له هېواده بهر له سخت غبرګون سره مخ شو.
دا برید له نورو سربېره، د افغانستان د وحدت اسلامي ګوند مشر کریم خلیلي لهخوا نسلوژنه او د هزاره توکم د لهمنځهوړو هڅه وبلل شوه.