Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

افغانستان کې د کرونا ویروس ضد واکسین ځنډول شوی بهیر بیا پیل شو

ورځ تر بلې په افغانستان کې د کرونا وبا د درېیمې څپې ګراف مخ پر لوړ روان دی، خو د افغانستان عامې روغتیا وزارت د دې ناروغۍ د مخنیوي په هدف د واکسین ځنډول شوی بهیر بیا پیل کړی.


د دې وزارت سرپرست وحید مجروح نن یکشنبه «۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۲۳» په کابل کې رسنیو ته وویل، د چین له‌خوا مرسته شوی ۷۰۰ زره دوزه واکسین په کابل سربېره، ۱۳ ولایتونو ته استول شوی او تر سبا به ټولو دولتي روغتیايي مرکزونو ته ورسېږي.


د ښاغلي مجروح په خبره، دا واکسین به ۳۵۰ زره کسانو ته تطبیق شي، خو هغه کسان چې د هند جوړ شوی واکسین‌یې اخیستی، په دې ډله کې نه‌دي.


خو د عامې روغتیا سرپرست د کرونا وبا ضد واکسین د وېش په برخه کې په رونټیا ټینګار کوي او خبرداری ورکوي، هغه کسان به مجازات شي چې د کرونا ضد واکسین د وېش پر مهال روڼتیا پام کې نه‌نیسي.




ښاغلی مجروح وايي: "د واکسین د تطبیق په برخه کې که روڼتیا نه‌وي، له مسؤلانو سره به، تر ټولو جدي او غوڅ چلند وشي. په لومړي پړاو کې یو ملیون دوزه واکسین په ډېر روڼ ډول تطبیق شي."


د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، اوس‌مهال په ټول هېواد کې څه د پاسه ۶۵۰ زره کسانو ته د کرونا ضد واکسین شوی او د دې وړتیا شته چې په ورځني ډول نږدې ۳۰ زره کسانو ته نوی واکسین تطبیق شي.


روغتیايي کارکوونکي، امنیتي او دفاعي ځواکونه، ښوونکي، کډوال، د هغو ادارو کارکوونکي چې له خلکو سره زیات اړیکه کې دي او له ۵۵ کلونو زیات عمر لرونکي، په هغو کټه‌ګوریو کې شامل دي چې واکسین به ورته تطبیق شي.


خو د چین له مرسته شوي واکسین سربېره، حکومت له هند، متحده ایالاتو او د روغتیا نړیوال سازمان سره په خبرو بوخت دی، څو خپلو ټولو وګړو ته د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ ضد واکسین برابر کړي.


د عامې روغتیا سرپرست وزیر د اکسیجن د کمي ستونزه هم مخ په هوارېدو وبلله او ویې‌ویل، ژر به د کرونا لپاره په ځانګړي شویو روغتونونو کې له هغو دستګاوو ګټه پورته شي چې د مصنوعي اکسیجن د تولید لپاره لګول شوي دي.




وحید مجروح وویل، د ولایتونو لپاره د یونېسف او اغا خان بنسټ برابرې شوې دستګاوې ورسېدلي او ولایتونو ته‌یې لېږد پیل شوی دی، خو په کابل کې د کرونا لپاره ځانګړو شویو روغتونو کې د مصنوعي اکسیجن د تولید دستګاوې فعالې شوي او ستونزه‌یې تر یوه حده حل کړې.


له دې ټولو سره سره، د عامې روغتیا وزارت خبرداری ورکوي چې د کرونا وبا درېیمه څپه اوج کې ده او که د دوی سپارښتنو او د قرنطین په عملي کېدو کې ناغېړي وشي، کړکېچن یا بحراني وضعیت به رامنځته شي چې مدیریت به‌یې د روغتیايي سکټور له توان پورته وي.


بل‌خوا تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا وبا له امله په دغه هېواد کې ۸۵ تنه مړه شوي او ۱،۵۹۷ نور پرې اخته شوي دي. دا افغانستان کې د دې ویروس له خپرېدو تر ننه، یوه شپه او ورځ کې د مړو‌ تر ټولو لوړ رسمي شمېر دی چې ثبتېږي.


په دې سره په افغانستان په کرونا د اخته شویو ټوله‌ییز رسمي شمېر ۹۱ زره ۴۵۸ تنو ته او له دې ناروغۍ د مړو شویو شمېر ۳،۶۱۲ ته ورسېد.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus