Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ کړکېچ؛ حماس د اسرائیل په لور سلګونه توغندي وویشتل

حماس نن سهار وختي په سلګونه توغندي د تل‌ابیب په شمول د اسرائیل د نورو سیمو په لور وویشتل  او اسرائیل خبرداری ورکړی چې پر غزې به هوایي بریدونو ته ادامه ورکړي.  


په دې ترڅ کې نړیوالو غوښتي چې په دې سیمه کې چې له څو کلونو راهیسې تر ټولو خونړۍ جګړه پيل شوې ده وضعیت ښه کړي. 


له دوشنبې راهیسې چې دا جګړه پيل شوې ده، د سپینې ماڼۍ په وینا د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن په خپله لومړۍ ټیلیفوني مکالمه کې د اسرائیل له صدراعظم بنیامین نتانیاهو سره د خبرو پر مهال د اسرائیل د توغندیو د برید ننګه وکړه او دا یې د اسرائیل حق وباله چې د ځان دفاع وکړي او پر اسرائیل‌یې د توغندیو بریدونه وغندل.


د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون د فلسطینیانو او اسرائیل ترمنځ د دې شخړو په اړه بېړنۍ غونډه وکړه او واشنګټن وویل چې ډېر ژر به منځني ختیځ ته یو پلاوی ولېږي چې د کړکېچ د کمېدو هڅه وکړي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن هم له فلسطیني مشر محمود عباس سره چې له حماس سره جوړ نه‌دی او په لوېدیځه غاړه کې د اسرائیل له اشغال سره مخالف دی، خبرې وکړې.




د امریکا ولسمشر جو بایډن د اسرائیل له صدراعظم نتانیاهو سره تر خبرو وروسته وویل، زما هیله او تمه دا ده چې دا جګړه به ژر سړه شي او اسرائیل د ځان د دفاع حق لري. 


تر اوسه دا څرګنده نه‌ده چې ولسمشر بایډن ولې دا تمه لري چې دا کړکېچ به ژر ختم شي. د اسرائیل صدراعظم نتانیاهو څرګنده کړې ده چې دی دا نیت نه‌لري چې د اوربند لپاره عجله وکړي. 


د امریکا له ولسمشر سره تر ټیلیفوني مکالمې وروسته اسرائیلي سرچینو د صدراعظم نتانیاهو په وینا خبر ورکړ چې ده ویلي دي، اسرائیل به په غزه کې د حماس او نورو ترهګرو سازمانونو د پوځي وړتیاوو د له‌منځه وړلو لپاره خپلو عملیاتو ته ادامه ورکړي او دا لا پيل دی. 


حماس هم د جګړې دوام ته لېوالتیا ښودلې او د دې ډلې سیاسي مشر اسماعیل هنیه ویلي دي، له دښمن سره جګړه انجام نه‌لري. 


له دوشنبې راپه دې خوا چې جګړه پيل شوې، په غزه کې د روغتیا وزارت په وینا  د ۱۴ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۵۶ فلسطینیان وژل شوي او د اسرائیل روغتیایي چارواکي په اسرائیل کې د اوو تنو د وژلو خبر ورکوي.




د اسرائیلي پوځيانو په وینا له غزې څخه حماس شاوخوا یو نیم زر توغندي د اسرائیل په لور ویشتلي دي چې ځیني یې تر تل‌ابیب پورې رسېدلي دي.


اسرائیلي پوځیان وایي چې د حماس ډېر توغندي یې په هوا کې شنډ کړي، د دې په ځواب کې اسرائیل پر غزې په سلګونو هوایي بریدونه کړي دي. 


وروسته تر دې چې د اقصی له جومات سره نږدې د پولیسو او فلسطینیانو ترمنځ نښتې وشوې، حماس اسرائیل په توغندیو وویشت.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus