Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

پکتیا کې نږدې ۲۰ تولیدي کارخونې او مؤسسې تړل شوي

پکتیا کې نږدې ۲۰ تولیدي کارخونې او مؤسسې د بېلابېلو ستونزو له امله تړل شوې دي. پانګوونکي وایي د کورنیو محصولاتو نه‌ملاتړ او ورسره د کرونا وبا پراخېدا پاتې هغه هم د درېدو له ګواښ سره مخامخ کړې دي. 


صدیق خان د پکتیا په مرکز ګردېز کې د ټوکر اوبدنې کارخونه چې لسګونه کسان په‌کې د ټوکرو په تولید بوخت دي، د یوې مناسبې پانګې په لګولو جوړه کړې ده، خو وایي هغسې ونه‌چلېده چې زړه‌یې و او نوره‌یې پرانیستې نه‌شي ساتلی.


صدیق خان وايي: "زموږ کارخانه ځکه سقوط شوه چې بهرني تولیدات زیات و، زموږ تولیدات چا نه‌اخیستل، بل د برق موضوع چې اوس حل شوه او بله دا د پارک صنعتي موضوع ده، موږ ته چا توجه نه‌کوله، د بانکونو مشکل ډېر زیات دی چې موږ ته چا قرضه نه‌راکوله."


فضل‌الدین جلالزی د پکتیا یو بل پانګه‌وال او د صنعت او کانونو په چارو کې د پانګه‌والو استازی دی.


فضل‌الدین هم د ګڼو نورو پانګه‌والو ډلې ته ورګډ شوی چې فابریکې یې پرچاو شوې دي.




د فضل‌الدین بله فابریکه‌یې هم داسې نه‌چلېږي چې په ګټې پورې یې زړه وتړي: "پکتیا کې تر ۵۰ پورې فابریکې فعالې دي، هغه هم بالکل نیمه فعالې دي او یا ډېر په بد وضعیت کې دي، بازارونه نه‌شته، خام مواد نه پیدا کېږي، بند شوي شرکتونه ډېر زیات دي چې له جملې یې یو زما هم بند شوی دی."


جلالزی وایي نږدې یوه نیمه لسیزه وشوه چې د صنعتي پارک د جوړېدو ژمنه شوې، خو هماغسې ژمنه پاتې شوه. صنعتي پارکونه د نورو ترڅنګ، تولیدي کارخونو او مؤسسو ته د برېښنا په چمتو کولو کې هم مرسته کوي.


چارواکي وایي په یوه کال کې ۱۸ تولیدي مؤسسې پرچاو شوي، خو څه باندې دوه هومره نورې یې لا هم چلېږي چې تر یو نیم زرو تولیدوونکي او تخنیکي کارکوونکي په‌کې بوخت دي.


والي حلیم فدايي د دغو ننګونو د غوڅېدو لپاره د پلان خبره کوي چې ځینې یې همدا اوس په پلي کېدو دي.


صنعتي پارک چې ډېر صنعتکاران‌یې نشتوالی په لویو خنډونو کې بولي، کار پرې د والي په وینا ژر پیلېدونکی دی.


ښاغلی فدایي د ډنډ پټان ولسوالۍ له لارې د ځمکني ټرانزیت او د کابل او خوست له هوایي ډګرونو د هوایي لېږد ژر پیل بهرنیو بازارونو ته د لاسرسي امکانات بولي چې د ده په باور د فابریکو د پرچاوېدو خطر راټیټوي.


هغه پانګه‌والو ته په ولایتي کچه د پورونو اسانتیا یو خنډ وباله، خو وایي دا ستونزه د حل لارې هم لري: "په پکتیا کې پانګه‌وال ډېر نه‌شته، بانکونه ډېر باصلاحیته نماینده‌ګۍ نه‌لري، اما د پکتیا پانګه‌وال کولای شي چې له مرکزي بانکونو د شرایطو پوره کولو وروسته قرضه واخلي."




په طرح شوي صنعتي پارک کې نږدې ۶۰۰ تنو غوښتنلیکونه سپارلي چې په دغه ولایت کې پانګونې ته د لېوالتیا څرګندویي کوي، خو غوښتونکي وایي له یوې نیمې لسیزې وروسته ورته ځمکې وېشل شوې نه‌دي.


دوی اندېښمن دي چې دا او دغه‌راز د کرونا وبا پراخېدا ښایي د ولایت دا پاتې تولیدي مؤسسې هم له څرخېدو راوګرځوي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus