Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون: ۱۳ ملیونه افغانان د خوړو خوندیتوب نه‌لري

د جګړو او ناامنيو ترڅنګ وچکالي بله هغه جدي ستونزه ده چې د افغانانو ژوند ګواښي.


د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون (IFRC) په خپل تازه راپور کې ویلي چې روان ۲۰۲۱ کال کې به په افغانستان کې د نفوس یو پر درېیمه برخه، یعنې ۱۳ ملیونه وګړي د خوړو خوندیتوب نه‌لري او د وچکالۍ له امله به د خوراکي توکو له کمښت سره مخ شي.


دغه فدراسیون په خپل دغه راپور کې د خوړو د نه‌خوندیتوب دغه وضعیت د اندېښنې وړ بللی او له مرسته کوونکو هېوادونو یې غوښتي چې د وضعیت د ښه کولو لپاره مرسته وکړي.


د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، د دغه کړکېچ د مخنیوي لپاره پلان لري چې یو شمېر ولایتونو کې له خلکو سره بېړنۍ مرستې وکړي.


د دې ادارې ویاند نوراغا صاحب‌زاده وايي: "د افغاني سرې میاشتې ټولنه دا راپور تأییدوي او دغه اندېښنه کې ځان شریک بولي، دمګړۍ موږ په درېیو ولایتونو بادغیس، فاریاب او بغلان کې ۳،۵۰۰ کورنیو ته بېړنۍ مرستې په پام کې لرو چې ډېر ژر به پیل شي."




دې بنسټونو په افغانستان کې د وچکالۍ او قحطۍ له امله د رامنځته شوي بحران د مخنیوي لپاره د سمدستي اقدام غوښتنه کړې.


په دغه راپور کې دغه‌شان وړاندوینه شوې په روان ۲۰۲۱ میلادې کال کې به د افغانستان د غنمو تولید شاوخوا ۲۷ سلنه کم شي.


په افغانستان کې د ملیونونو بې‌وزلو کورنیو یوه هم د راحلې کورنۍ ده، راحله د شپږو بچو سرپرستي کوي.


نوموړې د کابل استوګنې ده، وايي مېړه‌یې په جګړو کې وژل شوی، خپله د کار وس نه‌لري، زوی او لور یې ډودۍ ګټي: "موږ ډېر ناچاره یو، دغه زوی او لور مې ځي بوتلې ټولوي بیا یې خرڅوي او له دې لارې کور ته ډوډۍ راوړي، نن مو شپږمه ورځ ده چې بچیانو ته مې په مړه خېټه ډوډۍ نه‌ده ورکړې، کور کې هېڅ هم نه‌لرو."


دا یوازې راحله نه‌ده، بلکې په افغانستان کې د دا شان کورنیو بېلګې خورا ډېرې دي.


د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت هم د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون راپور تأییدوي، خو وایي افغان حکومت له نړیوالو ملګرو سره په ګډه د خوړو د خوندیتوب لپاره کار کوي.




د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي زیاتوي: "په ۱۴۰۰ لمریز کال کې د وچکالۍ اټکل کېږي، دا به د کرنې او مالدارۍ په صنعت منفي اغېزې ولري، خو موږ د منفي اغېزو د مخنیوي لپاره بېلابېلې طرحې لرو څو له نړیوالو مرسته کوونکو سره په ګډه همکارۍ وکړای شو چې وضعیت کابو کړو او بېړنی اقدام وشي."


د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت ټینګار کوي چې په افغانستان کې د کافي خوړو موجودیت د کرنې وزارت له عمده اهدافو څخه دي او هیله‌یې وښوده چې افغانستان به تر راتلونکو پنځو کلونو دغه هدف ته ورسېږي.


دغه وزارت دا هم وايي، افغان حکومت هڅه کوي چې په افغانستان کې د خوړو د خوندیتوب لپاره د کرنې په برخه کې د خصوصي سکټور پانګه راجلب کړي او دغه‌راز د ۱۰۰ ملیونه ډالرو په ارزښت د کرنې او خوړو د خوندیتوب بېړنۍ پروژه په ۳۴ ولایتونو کې عملي کړي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus