Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د سولې په چارو کې د دولت وزیر: طالبان د خبرو مېز ته کېناستو ته لېواله نه‌دي

‎د افغانستان د سولې لپاره د استانبول د ناستې د ځنډ له اعلان وروسته، د دغه هېواد د سولې په چارو کې د دولت وزیر وایي، طالبان د خبرو مېز ته کېناستو ته لېواله نه‌دي.


‎سید سعادت منصور نادري د چهارشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غويي ۰۱» د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې د سولې په ټولو کنفرانسونو کې د افغان حکومت د چمتووالي خبره وکړه.


ښاغلی نادري زیاتوي: "دا چې درې ځلې دی چې ناسته ځنډېږي، موږ بشپړ چمتووالی لرو، خو له بده مرغه د طالبانو تحریک له لوري د سولې د مذاکراتو په مېز کې د ګډون لپاره هېڅ ‌‌‌‌‌‌ډول لېوالتیا نه‌شته، نو د دغو ناستو د ځنډېدو لامل د افغانستان اسلامي جمهوري نه‌دی."


‎ښاغلی نادري وایي چې د افغانستان د سولې لپاره ملي، سیمه‌ییزه او نړیواله اجماع رامنځته شوې ده.




د ولسي جرګې په دغه ناسته کې د ملي مصالحې عالي شورا مرستیالان اکرم خپلواک او عطاءالرحمن سلیم هم رابلل شوي وو چې د سولې د طرحې او د افغان حکومت د چمتووالي په اړه معلومات شریک کړي.


‎اکرم خپلواک له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته په اشارې ټینګار وکړ چې افغانان باید له ترورېزم سره مبارزې ته یوازې پرې نه‌ښودل شي.


ښاغلی خپلواک وايي: "د ملګرو ملتونو سازمان وروستي راپور وښودل چې القاعده ‌‌‌‌‌‌ډله پیاوړې ده، داعش او له ۱۵ تر ۲۰ نورې سخت دریځې ‌‌‌‌‌‌ډلې هم شته‌، له دوی سره مبارزه کول یوازې زموږ مکلفیت نه‌دی، د سیمې او نړیوالې ټولنې مکلفیت څه دی؟ دلته باید د ملګرو ملتونو د هوکړې له مخې د افغانستان سیمې او نړیوالې ټولنې ترمنځ یو واحد مېکانیزم وي چې له دغو ترهګرو ‌‌‌‌‌‌ډلو سره څه وشي او د نورو لورو مسؤلیت څه دی؟"


‎ښاغلي خپلواک وویل چې دغه مسله د افغان حکومت د سولې په طرحه کې هم یاده شوې ده.


‎د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د ملي مصالحې عالي شورا مرستیالان داسې مهال د ولسي جرګې استجوابیه غونډې ته رابلل شوي وو چې تازه د استانبول د ناستې جوړوونکو، ترکیې، قطر او ملګرو ملتونو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دغې ناستې د ځنډېدو خبره کړې ده.




‎ټاکل شوې وه دا ناسته د اپرېل په ۲۴مه نېټه وشي.


‎هڅه مو وکړه چې د سولې په چارو کې د دولت وزیر د هغو څرګندونو په اړه چې وایي طالبان د سولې له خبرو سره لېوالتیا نه‌لري، د طالبانو نظر هم ولرو.


‎خو د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې ویاندویانو زموږ پوښتنو ته ځواب ونه‌وایه.


‎خو مخکې د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې یو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته ویلي و چې د طالبانو مشران له امریکا، قطر او ترکیې سره مشورې کوي او که د دوی اندېښنو ته ځواب وویل شي، نو سولې ته د رسېدو لپاره به له هر فرصت ګټه واخلي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus