Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د افغان سېکهانو ویساک؛ سږني مذهبي مراسم کم‌رنګه وو

نن په کابل کې افغان سېکهانو د ویساک مذهبي مراسم  يا اختر ونمانځه، خو د دوی وايي د نورو کلونو په پرتله سږني مراسم کم‌رنګه وو.


په کابل کې مېشت افغان سېکهـ سوني سېنګهـ خواشینی دی، وايي سږنی ويساک‌یې خورا کم‌رنګه و. په دغو مراسمو کې یوازې ٣٠ تر ٤٠ پورې افغان سېکهانو ګډون کړی وو.


نوموړی وایي، امنیتي ګواښونه او ناامنۍ لامل شوي چې اکثره سېکهـ کورنۍ بهر ته کډه شي.


سوني سېنګهـ زیاتوي: "نن د ویساک لومړۍ ورځ وه چې موږ ونمانځه، په خواشینۍ سره چې خلک ډېر کم و، پخوانیو کلونو کې به موږ دا جشن شپږ تر اتو ورځو پورې نمانځه چې زرګونه کسانو به ګډون کاوه، خو نن سهار موږ تر ٤٠ پورې کسان راټول شوو او مراسم مو ترسره کړل، په دوی کې هم اکثره مسافر و او یوازې د څو کسانو کورنۍ دلته اوسېږي."




سوني سېنګهـ وایي، د نا امنیو ترڅنګ مذهبي تبعیض بله ستونزه ده چې اکثره ورسره مخ دي.


نوموړي هېله وښوده چې په افغانستان کې سوله ټینګه او ټولنیز توپیرونه له‌منځه ولاړ شي. 


بهر مېشتی افغان ديا سېنګهـ انجان چې د هند په نوې ډهلي کې د مسافرت ژوند کوي، په اوښکو ډکو سترګو سره سوړ اسوېلی کوي وایي، ویساک خپل وطن او وطنوالو سره خوند کوي، خو اوس له وطن نه لیرې ژوند کوي.


ديا سېنګهـ انجان د جلال‌اباد د سلطان‌پور د چینې کېسه کوي چې په زرګونو خېمې به درېدلې او دا جشن به دوی نمانځه.


دی وايي: "موږ دا پرتمینه ورځ ویساک په خپل وطن کې په شاندارو مراسمو نمانځه، په ځانګړي ډول د جلال‌اباد په سلطان‌پور کې چې هلته یوه چینه ده، په زرګونو خېمې درېدلې، اووه ورځې به دا جشن نمانځل کېده، بدبختانه اوس موږ مهاجر یو، نه‌یوازې په هند کې، بلکې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې خواره واره یو او ويساک د مهاجرت په شپو کې نمانځو.“


انجان وايي د مهاجرت شپې ورځې ورته سختې تمامېږي او د داسې ورځې په تمه ژوند کوي چې وطن ته سوله راشي.




انجان زیاته کړه: "د وطن یادونه مو ځوروي، باور وکړﺉ ډېر مو ځوروي، بس له الله ج نه دا هیله لرو چې سوله راباندې پېرزو کړي ترڅو بېرته د خپل وطن په خړو کوڅو کې خپلو وطنوالو سره دا ورځ ونمانځو."


په دې وروستیو کې ډېری افغان سېکهان او هندوان له هېواده بهر کډوال شوي دي.


اوس په ټول افغانستان کې د هندوانو او سېکهانو شمېر د ګوتو په شمار دی.


د نا امنیو ترڅنګ توپیري چلند بله هغه ستونزه ده چې افغان هندوان او سېکهان‌یې اندېښمن کړي دي.


د افغانستان مشرانو جرګې غړې انارکلي هنریار څو ورځې مخکې ازادي راډیو سره په يوې ځانګړې تصويري مرکه کې وويل چې دا توپیري چلند ځوروونکی دی او باید خاتمه پیدا کړي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus