Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د کندهار د 'بای پاس' سړک رغنیزې چارې ۷۰ سلنه مخته تللي

په کندهار ښار کې د بای پاس سړک چې د دغه ولایت د اوسېدونکو لپاره یوه حیاتي پروژه ده، د رغونې چارې یې ۷۰ سلنه پای ته رسېدلي او په راتلونکي یوه نیمه میاشت کې به ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.


د بای پاس په نوم دغه سړک د کندهار ښار په درېیمه ناحیه کې موقعیت لري چې د کندهار- کابل- کندهار- هرات او کندهار- سپين بولدک ټرانزيټي لارې سره نښلوي.


پر دغه لار تلونکي موټر چلوونکي وايي، د لارې د خرابوالي له امله ډېر کله موټرونه چپه کېدل چې له امله یې دوی ته مالي زیانونه رسېدل.


یو تن موټر چلوونکی بخت محمد یې په اړه وايي:"دې سړک ډېر مشکلات درلودل د کابل-کندهار او کندهار - هرات د لویې لارې موټر چلوونکي د دې لارې څخه په تکلیف وو، شپه او ورځ به لاره بنده وه، موږ ډېر خوښ یو چې دا لاره جوړه شوه."




د کندهار د بای پاس د سیمي اوسیدونکې وايي، سره له دې چې د سړک خرابوالي په ښار کې ترافیکي ګڼه ګوڼه زیاته کړې، د سیمې اوسیدونکي او دوکانداران د دواړو لپاره ستونزمنه وه، خو غوښتنه کوي چې د دغه سړک چارې دې ژر تر ژره پای ته ورسېږي.


حاجي عبدالعلي یې په اړه وايي: "دا سړک پخوا ډېر خراب وو، موټران چپه کېدل، سړک خامه وو دوړې زیاتې وې، ټول مسلمان ورسره په تکلیف وو، اوس چې دا سړک جوړ شي موټروانان او خلک به هم ارام شي، اوونۍ کې به خامخا یو یا دوه موټران چپه کېدل او دغه زابر ته به لوېدل."


چارواکي وايي، د بای پاس د بیارغونې دغه پروژه کې شااوخوا ۷۰۰ مسلکي او شااوخوا ۱۳۵۰ غیر مسلکي کارکوونکو ته د کار زمینه برابره شوې.


نورالله یو له دغه کار کوونکو څخه دی چې مخکې بې روزګاره و: "په هر ځای کې چې داسې کارونه وي، موږ خوشحاله یو د افغانستان ابادي ده، زموږ لارې او سړکونه سمیږي."


چارواکي وايي، د بای پاس د رغونې چارې ۷۰ فیصده پای ته رسېدلي او راتلونکي یوه نیمه میاشت کې به ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.


د کندهار ښاروال محمد رفیع حیات ازادي راډیو ته وویل، دغه سړک چې ۱۰۲۲ متره اوږدوالی او لس متره پلنوالی لري د ۴۵ میلیونه افغانیو په لګښت د نړیوال بانک د ښاري پانګونې د پروګرام په مرسته جوړیږي.




ښاغلي حیات زیاته کړه: "د بای پاس د سړک د پروژې کار د ۶۵ څخه تر ۷۰ سلنه پورې بشپړ شوی او هیله شته چې راتلونکي یوې نیمې یا دوو میاشتو کې د دغه سړک ټولې چارې بشپړې شي او ګټې اخېستنې ته به وسپارل شي."


په تېرو څو کلونو کې د کندهار د بای پاس سړک د رغونې چارې څو ځله پیل شوې وې، خو د نامعلومو دلایلو له امله بېرته دریدلي، خلک دا ځل  هیله لري چې د دغې حیاتي پروژې چارې ژر او په بشپړه توګه پای ته ورسېږي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus