د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر د لبنان د وضعیت په وړاندې خبرداری ورکړ او د دغه هېواد له سیاستوالو یې وغوښتل چې د یوه نوي حکومت په جوړولو د هېواد اقتصاد له ناورینه وژغوري.
ژان ایو لودریان وویل، د لبنان تر بشپړه پاشل کېدو پورې ډېر وخت نهدی پاتې او دا پاشلتیا به نهیوازې د لبنان د خلکو لپاره ناورین وي، بلکې په دې هېواد کې سلګونو زرو سوري او فلسطیني کډوالو او درستې سیمې ته به غمیزه وي.
د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون تېر کال د لبنان لپاره د لارې یوه نقشه وړاندیز کړه او په دې توګهیې هڅه وکړه چې په لبنان کې نوی حکومت جوړ شي.
د لبنان د صدراعظم حسن دیاب حکومت تېر دوبی په بیروت کې له سترې چاودنې وروسته استعفا ورکړه.