د ملګرو ملتونو سرمنشي له نړیوالو مرستندویانو غوښتنه وکړه چې له یمن سره نوره مالي مرسته وکړي.
انتونیو ګوتیریش وايي، هیله لري د جګړه ځپلي یمن لپاره چې خلک په کې له سختې قحطۍ سره مخامخ دي، ۳ میلیارډه او ۸۵۰ میلیونو ډالره بسپنه ټوله شي.
د یمن یوه بې ځایه شوي محمد جویدي چې په خوارځواکۍ د خپلې اخته لور تر څنګ ناست و، رویټرز خبري اژانس ته وویل: "د خدای شکر دی چې د لور حالت مې لږ ښه شوی دی. خو اندېښنه لرم که بېرته خپل ښارګوټي ته ستانه شولو، دا به بېرته په خوارځواکۍ اخته شي، تر ډېره د بې کارۍ له کبله ځکه زه کومه دنده نه لرم."
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش پرون دوشنبه (د کب ۱۱مه) د یوه انلاین کنفرانس په پیل کې چې د څه باندې ۱۰۰ حکومتونو او مرستندویو ادارو مشرانو په کې برخه درلوده، وویل: "له ټولو مرستندویانو هیله کوم چې د بسپنې ټولولو لپاره د ملګرو ملتونو دغې غوښتنې ته په سخاوت ځواب ووايي."
حوثي یاغیانو چې ایران یې ملاتړ کوي، په ۲۰۱۴میلادي کال کې د یمن پر پلازمېنه او شمالي برخو ولکه ټینګه کړه او حکومت یې جلاوطنۍ ته اړ کړ.
د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف له ۲۰۱۵میلادي کال راهیسې په یمن کې د دغو یاغیانو پرضد جنګېږي.