د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشنیان پرون دوشنبه (د کب ۱۱مه) وویل، که اپوزیسیون شرطونه ومني، دی تر وخت مخکې پارلماني ټاکنو ته تیار دی.
په ارمنستان کې سیاسي کړکېچ وروسته له هغې اوج ته ورسېد چې د پاشنیان ملاتړو او د اپوزیسیون غړو جلا- جلا پراخ لاریونونه وکړل.
وروسته له هغې چې پوځ تېره اوونۍ له واکه د صدراعظم پاشنیان د لېرې کېدو غوښتنه وکړه، دی له روان سیاسي کړکېچ سره لاس و ګرېوان دی.
پاشنیان د پوځ دا غوښتنه د پوځي کودتا یوه هڅه ګڼلې ده.
نیکول پاشنیان پرون د پلازمېنې یریوان په جمهوریت میدان کې خپلو زرګونو پلویانو ته په وینا کې وویل، که پارلماني اپوزیسیون تر وخت مخکې ټاکنې ومني، موږ به یې هم ومنو.