سلواکیا ته د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ ضد سپوتنیک-وي واکسین دوه لکه دوزه ورسېدل. سلواکیا له روسیې سره د دوه ملیونه ډوزه سپوتنیک-وي واکسین د اخیستو تړون کړی دی.
د دوشنبې په ورځ د دې واکسین د لومړۍ برخې تر رسېدو وروسته، د دغه هېواد صدراعظم ایګور ماتوویچ وویل: "دا دوه ملیونه دوزه واکسین به له یو ملیون سلواکیانو سره د دوو میاشتو په ترڅ کې مرسته وکړي. موږ به د شوي تړون له مخې یو ملیون دوزه واکسین ترلاسه کړو. بیا به په مې او جون میاشتو کې یو ملیون دوزه نور ترلاسه کړو."
سلواکیا له هنګري وروسته د اروپایي ټولنې دوهم هېواد دی چې په روسیه کې د کرونا ضد جوړ شوی واکسین ترلاسه کوي. د اروپایي ټولنې د درملو د مؤسسې له لوري لاهم سپوتنیک-وي واکسین نهدی تصویب شوی.