Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

مسیر: کابل کې چاودنې او بریدونه څوک کوي؟

افغانستان


افغانستان ورځپاڼې د ناټو غړو هېوادونو وروستۍ ناستې ته په اشارې لیکلي چې د دې سازمان د پرېکړې پر بنسټ په افغانستان کې د ناټو حضور په شرایطو پورې تړلی وي.


ورځپاڼې د ناټو له دې پرېکړې هرکلی کړی لیکلي، دا هغه څه دي چې افغانانو له نړېوالې ټولنې تمه لرله.


وړاندې په سرمقاله کې راغلي، اوس یو ښه فرصت دی چې له طالبانو سره د افغانستان د واقعیتونو پر بنسټ خبرې وشي او طالبان هم له خپل کاذب غرور څخه تېر او د خلکو غوښتنو ته غاړه کېږدي.


د لیکوال په وینا طالبانو په تېرو دوو کلونو کې ډېر امتیازات ترلاسه کړل، د ملګرو ملتونو په تور لېست کې له یوې شاملې ډلې څخه په یوې سیاسې ډلې بدله شوه او اوس په ازادنه ډول هر هېواد ته سفر کوي، نو په خبره‌یې اوس حالات باید بدل شي او د نړیوالو له څرګندونو هم ښکاري چې دا حالت باید بدلون ومومي.



هېواد


هېواد دولتي ورځپاڼې هم په خپله سرمقاله کې لیکلي چې وسله‌وال طالبان بايد د سولې له فرصته ګټه واخلي او په افغانستان کې د يوه باامنه او هوسا ژوندانه لپاره د دغه ملت هيلې پوره کړي.


وړاندې په سرمقاله کې د امريکا د نوي ټاکل شوي ولسمشر جو بايډن څرګندونو ته اشاره شوې چې بايد افغانستان بیا د ترهګرۍ پر ځالو بدل نه‌شي او په دغه هېواد کې روانه جګړه د خبرو له لارې حل شي.


د ورځپاڼې په وینا که وسله‌وال طالبان د سولې لپاره جګړه ونه‌دروي او له ترهګرو ډلو سره اړيکې پرې نه‌کړي، نو له افغانستانه به د بهرنو ځواکونو د وتلو پروسه هم وځنډېږي.


د لیکوال په باور، له همدې امله د ناټو په سرمشريزه کې له افغانستانه د ځواکونو ايستلو نېټه اعلام نه‌شوه او ښايي په پوځي ډګر کې طالبان تر سختو فشارونو لاندې راشي.



مسیر


مسیر ورځپاڼې بيا په کابل کې وروستیو چاودنو ته په اشارې لیکلي دي، چاودنو د خلکو تر منځ وېره او د بې‌باورۍ فضا رامنځته کړې.


وړاندې دا پوښتنه مطرح شوې چې دا بریدونه څوک کوي او ایا خلک بايد دا ومني چې چاودنې یې د ورځني ژوند برخه ګرځېدلې ده او باید ویې‌زغمي؟


ورځپاڼې لیکلي، دا چې دا چاودنې هر څوک کوي او د هرې موخې لپاره‌یې کوي، دا یو اړخ او ان خلک به له حکومتي چارواکو سره ومني چې دا کار طالبان کوي، خو بل اړخ دا دی چې تر کله به دا بریدونه دوام کوي او ولې یې مخه نه‌نیول کېږي؟


لیکوال ټینګار کړی چې د حکومتي چارواکو دنده یوازې دا نه‌ده چې وسله‌وال مخالفین یا بل څوک پړ وګڼي او یا هم له خلکو سره خپل سیاسي تحلیل شریک کړي چې د دغو بریدونو موخه څه ده، بلکې په خبره‌يې د حکومت اصلي دنده دا ده چې د دغو بریدونو مخه ونیسي.


ورځپاڼې پوښتنه کړې چې  امنیتي ځواکونه، په ځانګړي ډول استخبارات او پولیس ولې د دې څپې په مخنیوي کې پاتې راغلي دي؟ دوی پر څه بوخت دي؟ څنګه ممکنه ده چې په یوه ښار کې هره ورځ داسې پېښې وشي؟

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus