Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

په نړۍ کې د کرونا ویروس ضد واکسین برابروونکو هېوادونو شمېر په زیاتېدو دی

په نړۍ کې د هغو هېوادونو شمېر په زیاتېدو دی چې د کرونا ویروس ضد واکسین په برابرولو کې پرمختګ کوي. 


ډېرو هېوادونو ته دغه واکسینونه د کوواکس په نوم یوه نړیوال ائتلاف له‌خوا چې د نړۍ له بې‌وزلو هېوادونو سره د کرونا ضد واکسین په برابرولو کې مرسته کوي، ورکول کېږي. 


د پاکستان، ایران، اوکراین، ګورجستان او د مصر په ګډون یو شمېر هېوادونو پرون اعلان وکړ چې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ په وړاندې د خپلو وګړو د واکسین کولو پروګرامونه به په نږدې راتلونکي کې پیل کړي. د دغو هېوادونو روغتیایي چارواکو وویل چې د کرونا ویروس ضد واکسین ملیونونه دوزه به ډېر ژر ترلاسه کړي. 


پاکستان اعلان کړه چې د کوواکس د نړیوال ائتلاف له لوري چې د نړۍ بې‌وزلو یا لږ عاید لرونکو هېوادونو ته د واکسین په برابرولو کې مرسته کوي او چارې یې د روغتیا نړیوال سازمان له‌خوا همغږي کېږي، د استرازینیکا ۱۷ ملیون دوزه واکسین برابر کړی دی. 


په روغتیایي چارو کې د پاکستان د صدراعظم ځانګړي استازي فیصل سلطان وویل، ۶ ملیون دوزه به د روان ۲۰۲۱ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې دې هېواد ته ورسېږي او پاتې د دې کال په نیمایي کې. 




هغه وویل چې راتلونکې اوونۍ به د سینوفارم واکسین چې د چین د دولتي کمپنۍ له‌خوا د کرونا ضد تولید شوی واکسین دی، کمپاین پیل کړي او په ترڅ کې به‌یې روغتیایي کارکوونکي واکسین شي. 


کوواکس به اوکراین ته په فبرورۍ میاشت کې د فایزرـ بایو ان تیک واکسین ۱۱۷ زره دوزه ورکړي. د دې هېواد د روغتیا مرستیال وزیر ویکتورلیاشکو وویل، دغه واکسین به سمدستي په هغو روغتونونو کې روغتیاپالانو ته ورکړل شي چې د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو درملنه کوي. 


اوکراین به هم د روان کال په لومړۍ نیمایي کې د استرازینیکا له دوو ملیونو تر درې ملیونو ۷۰۰ زره دوزه واکسین ترلاسه کړي. 


د افغانستان بل ګاونډ ایران به څلور ورځې وروسته، د فبرورۍ په ۴مه د روسیې له‌خوا جوړ شوی سپوتنیک وي واکسین ترلاسه کړي. د ایران د ایرنا دولتي خبري اژانس د راپور له مخې په روسیه کې د ایران سفیر کاظم جلالي وویل چې د دغه واکسین د اخیستو او په ګډه‌یې د تولید قراردادونه پرون شنبې د ایران او روسیې ترمنځ لاسلیک شول. 


هغه زیاته کړه چې د دغه واکسین دوه نورې بستې به هم د فبرورۍ میاشتې په وروستیو کې ایران ته ورسېږي. 


الجزایرو پرون شنبې د کرونا ضد واکسین کمپاین پيل کړ چې په هغه کې هم د روسیې سپوتنیک وي واکسین خلکو ته ورکول کېږي. سپوتنیک وي تر اوسه پورې په روسیه، بلاروس، ارجنتاین، صربیا، فلسطین، ونزوئلا، پاراګوای، هنګري، متحده عربي اماراتو او ګانا جمهوريت کې راجستر شوی دی.




د ګورجستان صدراعظم په خپله فېس‌بوک پاڼه کې ویلي چې دا هېواد به د فایزرـ بایو ان تیک واکسین د فبرورۍ میاشتې په وروستیو کې ترلاسه کړي. 


ټاکل شوې چې مصر د استرازینیکا واکسین لومړي دوزه نن ترلاسه کړي. 


دې هېواد شپږ ورځې مخکې خپلو روغتیا پالانو ته د چین له‌خوا تولید شوی د  کرونا ضد سینو فارم واکسین ورکولو بهیر پیل کړی دی.   


د نړۍ اکثرو هېوادونو د کرونا ضد واکسین لړۍ داسې مهال تېزه کړې چې تر اوسه په ټوله نړۍ کې دغه ویروس نږدې د دوه ملیونه، ۲۳۰ زره کسانو ژوند اخیستی او له ۱۰۳ ملیونو زیات هم پرې اخته شوي دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus