Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ایران: د اټومي پروګرام د لانجې حل لپاره لومړی باید واشنګټن اقدام وکړي

ایران وايي، د لویدیځ له شپږو پیاوړو قدرتونو سره د دې هېواد د اټومي پروګرام د لانجې د حل لپاره لومړی باید واشنګټن اقدام وکړي نه تهران.


د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمدجواد ظریف پرون پنجشنبې پر ټویټر ولیکل، چې د ایران اټومي تړون ته، د راستنېدو په برخه کې لومړی باید متحدایالات چې په ۲۰۱۸ کال کې ترې ووت اقدام وکړي نه ایران.




ظریف دا غبرګون وروسته له هغه څرګند کړ چې واشنګټن تهران له دې تړون څخه په سرغړونه تورن کړ او غوښتنه یې وکړ چې خپله پرېکړه بېرته واخلي.


د امریکا د بهرنیوچارو نوي وزیر انتوني بلېنکېن د چارشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې د ولسمشر جو بایډن پر هغې پالیسۍ ټینګار وکړ،  چې د ۲۰۱۵ کال له اټومي تړون سره د امریکا له یوځای کېدو مخکې تهران د خپلو اټومي فعالیتونو د محدودولو له لارې پر دې تړون عمل ته رابولي. 




هغه وویل: "دا چې خپلو ژمنو ته د ایران د راستنېدو په صورت کې به موږ په دې مسئله کې څنګه ښکېل شو ویلای شم چې موږ به د متخصصانو یو قوي ټیم جوړ کړو او د دې موضوع په اړه به بېلابېل لیدلوري وړاندې کړو." 


ظریف پرون پر ټویټر د امریکا د بهرنیوچارو وزیر ته په خطاب کې ولیکل، چې د امنیت شورا د ۲۲۳۱ نمبر پرېکړه لیک پربنسټ امریکا د ایران خلکو ته پر خوړو او درملو د بندیز لګولو له لارې له دې تړون څخه سرغړونه وکړه.


د ظریف اشاره د پخواني ولسمشر ډونالډټرمپ له خوا پر ایران بندیزونه ته وه چې په ځواب کې یې ایران هم له ټاکلې اندازې د یورانیمو غني کول زیات کړل.


ظریف په خپل ټویټ کې پوښتنه کړې، چې دې ته په پام سره اوس نو باید څوک لومړی اقدام وکړي؟


د ۲۰۱۵  کال د موافقې له مخې ایران باید خپل اټومي پروګرام د امریکا او نورو هېوادونو د بندیزونو د لیرې کېدو په بدل کې محدود کړي وای خو وروسته له دې چې ټرمپ له دې موافقې ووت تهران هم ګام په ګام د هغه له شرایطو څخه سرغړونه پیل کړه.


په تېره ډسمبر میاشت کې د ایران سخت دریځي پارلمان هغه لایحه تصویب کړه، چې د دوو میاشتو په ترڅ کې د امریکا د بندیزونو د نه لیرې کېدو په صورت کې حکومت د اټومي پروګرام په برخه کې د لا کلک دریځ خپلولو ته اړباسي.


د روانې میلادي میاشتې په پیل کې ایران د فردو په اټومي بټۍ کې په سلو کې د شلو تر کچې د یورانیمو غني کول بیا پیل کړل.


د نوې لایحې له مخې د ایران اټومي اداره مکلفه ده چې په کال کې ۱۲۰ کیلوګرامه شل فیصده غني شوي یورانیم تولید کړي، خو د پارلمان رییس محمدباقر قالیباف پرون اعلان وکړ چې ایران په یوه میاشت کې د څه باندې ۱۷ کیلوګرامه غني شویو یورانیمو په تولیدولو سره تر مهالوېش مخکې روان دی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus