تخار کې د کوکچې سیند پورې غاړه د ولسوالیو اوسېدونکي وايي، د تخار تر نورو ولسوالیو د دوی سیمو ته کمه پاملرنه شوې او د پوهنې، روغتیا او نورو برخو کې له ګڼو پروژو بې برخې پاتې شوي دي.
د کوکچې سېند د پورې غاړه ۷ ولسوالیو ګڼ شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې له کلونو راهیسې دې ولایت کې د پراختیايي پروژو پر مهال هېر شوي دي.
د دشت قلعه ولسوالۍ یو اوسېدونکي بشیر احمد بشار وايي، پوهنه، روغتیا، برېښنا هغه برخې دي چې د کوکچې له سیند پورې غاړه ولسوالیو کې ورته پاملرنه نه ده شوې.
بشار زیاته کړه: "تخار کې پراختیايي پروژې په عادلانه او متوازن ډول نه پلي کېږي. د بېلګې په ډول د ماوراې کوکچه د ولسواليو اوسېدونکي د سړک خرابوالی، روغتیايي مرکزونو کې د درملو او د برېښنا له نشتوالی سرټکوي او دغه راز له ګڼو نورو ستونزو سره مخ دي."
د ښاغلي بشار په وینا، له دوو کلونو راهیسې د کوکچې له سیند پورې غاړه ولسوالیو پر عمومي سړک کار روان دی، خو د سیمه ییزو چارواکو بې غوري د دې لامل شوې چې دا سړک لا هم جوړ نه دی او د ۷ ولسوالیو اوسېدونکي یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
د تخار د ینګي قلعه ولسوالۍ یو اوسېدونکی عبدالخالق وايي: "د دې سړک کار ډېر پڅ روان دی، ځکه له یوه کاله هم زیات شو، خو هېڅ د دې سړک کار نه بشپړیږي. دې مسئلې خلک له بېلابېلو ننګونو سره مخ کړي، موږ له چارواکو غواړو چې پر قراردادي شرکت فشار راوړي، څو د سړک کار ژر خلاص شي."
د تخار د چاه آب ولسوالۍ یو اوسېدونکی ۲۴ کلن حمیدالله بیا وايي چې د سړک خرابوالي له کبله د تخار مرکز ته د موټرو کرایه هم لوړه شوې ده: "که له دشت قلعه ولسوالۍ بلې ولسوالۍ او یا هم د تخار مرکز ته ځو، د موټرو کرایه هم لوړ شوې، ځکه سړک خراب دی. که موږ ته کوم ناروغ پېدا شي د سړک د خرابوالي له کبله په دوو ساعتونو کې د تخار مرکز ته نه رسېږو."
دوی د تخار له سیمه ییزو چارواکو غواړي چې د پراختیايي پروژو د پلي کولو برخه کې انډول په پام کې ونیسي، څو د دې ولایت د ټولو ولسوالیو اوسېدونکو ستونزو ته یو ډول رسیدنه وشي.
خو د تخار سیمه ییز چارواکي وايي، که څه هم د کوکچې له سیند د پورې غاړه ولسوالیو د خلکو ستونزې مني، خو وايي، اوس دې ولسوالیو کې پراختیايي چارو ته پاملرنه زیاته کړې ده.
د تخار والي مولوي عبدالله قرلق په دې اړه وویل: "پرته له شکه تېرو کلونو کې دلته د پراختیايي پروژو د پلي کولو برخه کې توازن په پام کې نه دی نیول شوی او زه دا درک کوم، خو اوس موږ د تخار ټولو ولسوالیو کې پراختیايي پروژې لرو. اوس مهال د ماوراې کوکچه پر عمومي سړک د جوړېدو کار روان دی چې درې پړاونو کې پلې کېږي او دغه راز دشت قلعه ولسوالۍ کې هم پر یو شمېر نورو پراختیايي پروژو کار روان دی."
د کوکچې له سیند پورې غاړه ۷ ولسوالیو کې خواجه غار، خواجه بهاوالدین، دشت قلعه، ینګي قلعه، درقد، چاه آب او رستاق شامل دي.
د دې ولسوالیو په ډېرو برخو کې وسله وال طالبان هم فعالیتونه لري چې د سیمه ییزو خلکو او چارواکو په وینا د پراختیايي پروژو عملي کېدل یې له ستونزو سره مخ کړي دي.
دا ۷ ولسوالۍ د تالقان شمال ته پرتې دي او شمال ختېځ کې د تاجیکستان سره د افغانستان له سرحدي ولسوالیو څخه دي.