Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د خوست ښار پر متون غونډۍ تفریحي پارک جوړېږي

نن د پنجشنبې (د سلواغې ۹مه) په ورځ ناوخته د خوست ښار د متون غونډۍ پر پاتې ساحه کې، د افغان ولسمشر د لارښوونې او د خلکو د غوښتنې سره سم د ځوانانو لپاره د یوه تفریحي پارک د جوړولو کار پیل شو.


د چارواکو په وینا،  یاد پارک چې د ساعتیرۍ او تفریح لپاره به مناسب ځایونه ولري، د خلکو، سوداګرو او پانګه والو په مرسته په ۱۳۶ جریبه ساحه کې جوړ شي.


خوست والي مهمند کټوازي ازادي راډیو ته وویل، دا غونډۍ چې تر اوسه خړه او سپېره پاتې وه، بیا هم ځوانان ورته راتلل او دلته به يې تفریح کوله او په پرله پسې توګه يې له ولایتي ادارې د دې غونډۍ د شنه کولو غوښتنې کولې.




د ده په وینا چې د خوست په پرمختیايي پلان کې هم دا ځای شنه ساحه او پارک دی: "دا غونډۍ ټوله ۱۳۶ جریبه مساحت لري، موږ غواړو چې ټوله شنه شي او نقشه چې موږ ورته جوړه کړې ده، دلته به یو د کرکټ میدان وي، کوچنی سټوډیم به وي په کې او په دې ځای کې به زانګوګانې وي، دا به انشاالله موږ په دې کې نصبوو، دا د خوست د ټولو خلکو خصوصاً د ځوانانو دا تقاضا وه، شروع مو پرې وکړه، د خوستوالو کومک غواړو چې ښه شنه شي."


خوست والي زیاته کړه، د ژور څاه کار چې د غونډۍ په سر پیل شوی او وروسته به د سولر په سیستم سمبال شي، لګښت يې یو تن سوداګر حاجي شهباز ګربز پر غاړه اخېستی دی، همدا شان نورو سوداګرو هم د دې غونډۍ د شنه کولو په کار کې مخکې له مخکې د ونډې اخېستنې ژمنې کړي دي.


د چارواکو په وینا چې دې ځای کې به د کرکټ میدان، کوچنی لوبغالی، د ساعتیرۍ په خاطر زنګوي او نور جالب شیان نصب شي.




د خوست د ځوانانو لپاره د تفریحي پارک د جوړولو د پیل په مراسمو کې ګڼو خلکو، ځايي ملکي او پوځي چارواکو، سندرغاړو ګډون کړی وو او اس ځغلونکو د لسګونو تماشاچیانو په مخکې د نیزې وهلو لوبه وکړه.


په ولسي جرګې کې د خوست د خلکو استازي غفار خان تڼي بیا له خلکو په ځانګړي ډول شتمنو کسانو وغوښتل چې د دې تفریحي غونډۍ په جوړولو کې خپل اخلاص په ډاګه کړي.


ښاغلي تڼي زیاته کړه: "امید لرو چې دا تفریحي غونډۍ به یوه داسۍ تفریحي غونډۍ وي چې د افغانستان په کچه به یوه نمونه وي، د ځوانانو نه مو هیله دا ده چې د دې ځای د ونو او نورو ګیاوو په ساتنه او پالنه کې داسې برخه واخلي، لکه په خپل کور کې چې ونې بوټي ته اوبه ورکوي، څو نه یوازې خوستي ځوانان ورڅخه خوند واخلي، بلکې د نورو سیمو خلک چې دا تفریحګاه ویني، یوه ښه خاطره ورڅخه یوسي."


د خوست د ولایتي شورا رئیس کفیل ریحان وايي، له دې مخکې یو شمېر کسانو غوښتل، دا غونډۍ سکېج کړي او د استوګني لپاره کورونه په کې وویشي، خو دوی، د خوست ځوانانو او فعالانو يې پر وړاندې کلکه مبارزه وکړه، تر هغه چې د ولسمشر د حکم سره سم په دې ځای کې ځوانانو لپاره د یو تفریحي پارک د جوړولو کار پیل شو.


خوست ښاروال روشان نوید وايي، دوی د ولسمشر د دې ددې حکم مطابق چې شنې ساحې باید زیاتې شي، د خوست د خلکو لپاره يې د دې تفریحي پارک په جوړولو پیل وکړ چې منل شوي نورمونه په کې مراعتیږي.


خوست ښاروال زیاتوي، دا د کار پیل دی، هڅه يې دا ده چې د خوست په نورو سیمو کې هم د ورته تفریحي ځایونو پر جوړولو کار پیل کړي.


که څه هم د خوست ښار ځینو ځایونو کې واړه-واړه تفریح ځایونه جوړ شوي، چې خلک او ځوانان ورځي، خو که د چارواکو ویناوو ته په کتو د خوستیو ځوانانو لپاره دا پارک جوړ شي، ممکن په دې ښار کې به یوازینۍ نسبتاً لوی او معیاري پارک وي چې د ساعتیری او تفریح لپاره به لازمې اسانتیاوې ولري.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus