Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د غزني بزګران: دولت دې الوبخارا ته نړيوال مارکیټ او ښه بازار پیدا کړي

غزني کې د نورو کلونو پرتله په دا وروستیو کې د الوبخارا کښت کې څو چنده زیاتوالی راغلی. د انګورو، مڼو، زردالو، ځمکني توتانو، زعفرانو او ځینو نورو توکو ترڅنګ الوبخارا د غزني مهم کښت دی، خو د دغه ځای بزګران وايي، د کرنې چارواکي دې د دوی دې مهم پیداوار ته بازار پیدا کړي. 


۵۰ کلن محمدامير د غزني مرکز سوېل لور ته په شااوخوا څلور کیلومترۍ واټن کې د سفندې کلي کې د الوبخارا بڼوڼه لري. 


دی د الوبخارا له سږنیو حاصلاتو او ډېروالي څخه خوشحاله دی. 


نوموړی زیاتوي، د دغه باغونو د پرمختګ یو لوی لامل هم د کرنې ریاست او باغدارانو ترمنځ ښه همغږي او د ورکشاپونو برابرول دي: "د باغونو د اوبولو او نورو مسئلو په اړه موږ ته روزنه راکړل شوې. هر وخت کارکوونکي راځي ځینو باغونو کې موږ ته عملي کارونه راښيي. د ناروغیو، اوبه ورکولو، د ښاخ بوریو او همداراز د نورو اړوند مسایلو په اړه موږ روزي."


محمدامیر وايي، تل یې هڅه کړې چې خپلو ځمکو حلال کښت وکري. 


په دا وروستیو کلونو کې د غزني ډېری سیمو کې د چرسو کرل دود شوي، هغه څه چې د امیر په وینا کرل یې ښه چاره نه ده.


د غزني خواجه عمري ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالمحمد وايي، غزني کې کال په کال د الوبخارا حاصلاتو کې زیاتوالی راځي چې دده په وینا د کرنې ریاست دې د پور برخه کې ورسره مرسته وکړي، څو دوی باغونه پراخ او حاصلات یې زیات شي.


نوموړی غوښتنه کوي چې دولت دې ددوی الوبخارا ته نړيوال مارکیټ پیدا کړي: "د قرضې سیسټم یو سیسټم دې ورته جوړ شي، له بزګرو سره دې د کوټ(پارو) په وخت کې مرسته وشي، د دوا پاشي په وخت کې دې مرسته وشي، نو ښه به وي، د هغه باغ او ځمکه په خپله یو ضمانت دی." 


بزګران وايي، د کرنې مامورين یې باغونو ته ورځي او مشورې ورکوي چې ددوی په وینا يو هکټار ځمکه (پنځه جريبه) اووه ټنه الوبخارا توليدوي. 




په غزني کې د کرنې ریاست چارواکي هم وايي، د دغه ریاست او بزګرانو ترمنځ ښې همغږۍ دغه ولایت کې د ښې الوبخارا پایلې ورکړي دي. 


الله نور دغه ریاست کې د باغدارۍ څانګه کې د الوبخارا د پروژې مشر دی وايي، ډېری وخت د بزګرانو باغونو ته ورځي، هغوی ته مسلکي مشورې ورکوي، څو هغوی له الوبخارا ښه حاصلات تر لاسه کړي: "سږ موږ د الوبخارا برخه کې یوه پروژه درلوده دا پروژه د پروسس او د نویو باغونو د جوړولو پروژه ده، سږ موږ کابو د۴۲ هټکارو نیالګي مو بزګرانو ته ورووېشل او انشاالله په ډېر نږدې وخت کې به د الوبخار د پروسس لپاره بڼوالو ته وسایل هم ورکړو." 


الله نور زیاتوي، هڅې کوي چې د باغدارانو لپاره د الوبخارا د پلور مارکیټ هم برابر کړي. 


غزني کې ټولنیز فعالان وايي، که دغه ولایت کې د الوبخارا کښت ته پام وشي، ښې پایلې به ولري. 


ټولنيز فعال مرتضی وردګ وايي، الوبخارا د غزني مهم پيداوار او مشهوره مېوه ده، د باغدارانو ترڅنګ یې ګټه وټه ډېری کسانو ته رسیږي: "بې له شکه چې الوبخارا د غزني ولایت له پیداوارو څخه ده، نو الوبخارا هغه بوټي دي چې نه یوازې د باغوان، بلکې ګڼ شمېر وطندارانو ته د هغوی د پروسس لپاره د کار زمینه هم برابریږي."


دا په داسې حال کې ده چې د غزني کرنې رياست چارواکي وايي په دغه ولایت کې د بزګرانو په مرسته په دا وروستیو کلونو کې په ۲۱۰ جريبه ځمکه یې د الوبخارا نيالګي کېنولي دي. 


د انګورو، مڼو، زردالو، ځمکني توتانو، زعفرانو او ځینو نورو شیانو ترڅنګ الوبخارا د غزني مهم پيداوار دي. 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus