په ټوله روسیه کې لسګونه زره مظاهرهچیان د جنورۍ په ۲۳مه د سړې هوا او د پولیسو د څپونکو اقداماتو په وړاندې په زړورتیا سره ودرېدل او د دغه هېواد د اپوزېسیون د مشر او د کرملېن د سرسخت سیاسي مخالف الکسي ناوالني د خوشې کېدو غوښتنهیې وکړه. ناوالني تېره اوونۍ له جرمني مسکو ته د راګرځېدو پر مهال ونیول شو.