Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

چارواکي: تېر میلادي کال د افغانستان د اقتصاد او سوداګرۍ لپاره ښه نه و

د افغانستان د اقتصاد او صنعت او سوداګرۍ مسوولين وايي، ۲۰۲۰ کال د افغانستان د اقتصاد او سوداګرۍ لپاره ښه کال نه و.


ملت د حساب ورکولو د لړۍ په دوام نن یک شنبه د افغانستان اقتصاد او د صنعت او سوداګرۍ وزارتونو د ۱۳۹۹ مالي کال لاسته راوړنې او ستونزې د رسنیو له لارې له ولس سره شریکې کړې.


د اقتصاد وزیرې کریمه حامد فاریابي، د دې وزارت د کلني راپور د وړاندې کولو پر مهال وویل ۲۰۲۰ کال د افغانستان د اقتصاد لپاره ښه کال نه و.


د نوموړې په خبره، کرونا ویروس په دې کال کې ډېری اقتصادي پروژې له بحران سره مخ کړې چې بې وزلي او خوار ځواکي يې نوره هم زیاته کړه.




نوموړې د بوديجې د لګولو په اړه وويل: "په ۱۳۹۹ مالي کال کې له پراختیايي بودیجې څخه ۱ سلو ۵۵ اعشاریه ۱ میلیارډ افغانۍ مصرف شوي دي چې د پراختیايي بودیجې ۸۳ فیصده برابره وي، یعنې د اقتصاد وزارت ۸۳ فیصده بودیجه مصرف کړې ده."


اغلې فاریابي وايي، په تېر مالي کال کې د وارداتو کچه ۸ برابره د صادراتو پر پرتله زیاته وه.


د نوموړې د معلوماتو له مخې په ټول افغانستان کې ۲۱۸۵ دولتي او نا دولتي موسسې فعالیت کوي چې په کلني ډول شاوخوا ۹۰۰ میلیونه ډالره لګوي.


په ورته وخت کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکو هم د خپل کلني راپور په وړاندې کولو سره تېر ۲۰۲۰ کال د صنعت او سوداګرۍ برخه کې ښه کال ونه بللو خو د راروان کال لپاره يې د اغيزناکو پروګرامونو خبره وکړه.


د دې وزارت وزیر نثار احمد غورياني وويل: "موږ راتلونکي کال کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت لپاره ډېر ښه پرګرامونه په پام کې لرو او د دې پرګرامونو په پلې کولو سره غواړو هغه هدف چې موږ د صاداراتو په برخه کې ټاکلې او ۲ میلیارده ډالرو دی پوره یې کړو."


ښاغلی غوریانی وايي، په داسې حال کې چې کرونا ويروس دغه سکټور له بحران سره مخ کړ خو بیا هم د شاوخوا ۳۰۰ نویو فابریکو د جوړېدو وړاندیزونه شوي چې په روان ۱۴۰۰ لمریز کال کې به خپل فعالیتونه پیل کړي.




د نوموړې په خبره، له فساد سره مبارزه، د اسنادونو ساده کول او د ظرفیت لوړنې لپاره لازم کارونه ترسره شوي او لا هم اړتیا ده چې په دې برخه کې ډېر کار وشي.


د ښاغلي غورياني په خبره، د صنعت او سوداګرۍ وزارت په ۱۳۹۹ مالي کال کې ۹۱ فیصده پراختیايي بودیجه مصرف کړې.


نوموړي دا هم وويل، چې د سوداګرو او صنعت کارانو پر وړاندې پرتې ستونزې تر يو ځای حل شوي او د بشپړ حل په حال کې دي.


خو يو شمېر افغان سوداکر بيا د صنعت او سوداګرۍ وزارت د چارواکو دې خبرو ته د شک په سترګه ګوري.


د افغانستان دصنعت کارانو ټولنې مشر عبدالجبار صافي وویل: "وزیر صیب خو وايي چې صنعت کارانو پر وړاندې ستونزې نه شته او صنعت مخکې روان دی خو موږ له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان یو، زموږ شاوخوا ۳۰۰ سوداګر اوسمهال په کرایي ځایونو کې کمپنۍ لري هر سوداګر شاخوا ۵ زره ډالره کرایه ورکوي موږ له نوي رهبرۍ او په ټوله کې له حکومت غواړو چې د ځمکې په برخه کې له موږ سره همکاري وکړي."


ملت ته د دولتي ادارو د حساب ورکونې بهير د روانې لمریزې میاشتې په لومړۍ نیټه پیل شو.


افغان چارواکي وايي، دا کلنى پروګرام له دې امله دی چې دولس او حکومتي ادارو ترمنځ رامنځته شوی واټن له منځه ولاړ شي او د باور فضا رامنځته شي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus