Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د افغانستان د موسیقۍ د انسټیټوټ ډله په سویس کې هنري پروګرام اجرا کوي

افغانستان د موسیقۍ ملي انسټیټوټ ډله به د سویس داوس کې د اقتصاد نړیوالې مجمعې کې هنري پروګرام وکړي.


«ما وګوره» د سويس په داوس کې «د اقتصاد د نړيوالې مجمعې» نړيوال کنسرت، د افغانستان د ملي موسيقۍ د انسټیټوټ ډله يې په مجازي ډول وړاندې کوي.


هغه کنسرټ چې نړۍ د تېر هر وخت په پرتله د یووالي، هیلو او د خلکو هڅولو په موخه ورته اړتیا لري.


دا کنسرت به د نړۍ اقتصادي مجمعې د ۲۰۲۱ کلنۍ جلسې د پرانيستې په مراسمو کې ترسره شي.


په دې جلسه کې به د افغانستان سربېره چین، سویلي افریقا، ایټالیا، امریکا، اتریش او برازیل هم په مجازي ډول ګډون په کې وکړي.




د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټیټوټ مشر احمد ناصر سرمست ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان د موسیقۍ انسټیټوټ په وروستیو لسو کلونو کې په نړیوالې ټولنه کې د افغانستان د ډیپلوماسۍ ښکارندوی و، سږکال، د افغانستان موسیقۍ انسټیټوټ به حضوري توګه نه بلکې په مجازي ډول ګډون کوي، د موسیقۍ انسټیټوټ ډله به د اوو هېوادونو ترڅنګ د افغانستان استازولي کوي."


ښاغلی سرمست وایي، د دې انسټیټوټ له جوړولو را په دې خوا لس کاله کېږي چې دوی نړیوالو کنسرتونو کې برخه اخلي او د افغانستان مثبه څېره يې نړیوالو ته وړاندې کړې.


خو د ده په خبره، په وروستي یو کال کې د کرونا ويروس له امله دوی په څو نړیوالو کنسرتونو کې ګډون ونه شو کړای.


هغه زياتوي: "دې له پنځه تر دولسم ټولګیو زده کونکو ته د زده کړو زمینه برابره کړه، زده کړې په انلاین ډل روانې دي او زده کونکو ته مو ټول امکانات برابر کړي تر څو د کرونا په شرایطو کې له زده کړو شاته پاتي نه شي."


دا کنسرت، د کرونا په سخت وضعیت کې په بیلابیلو هېوادونو کې ثبت شوی او په سینمایي توګه به نندارې ته وړاندې شي.


اوسمهال، د افغانستان موسیقۍ انسټیټوټ کې ۳۰۰ زده کونکي زده کړې کوي چې ۴۰ سلنه یې نجونې دي.


زهره هغه ښځينه ارکسته چې وروستیو څو کلونو کې يې نړیوالو کنسرټونو کې د ګډون له امله په ۲۰۱۸ م کال کې افغانستان ته د نړیوالي موسیقۍ برخه کې د لوړې کچې جایزې پولار میوزیک ویاړ ور په برخه کړ.


تېر کال، په دې مجمعې کې د لومړي ځل لپاره د زهرې اکسټر په حضوري ډولګډون وکړ خو سږکال د کرونا ویروس له امله په مجازي توګه برخه اخلي.


د اقتصاد نړیواله مجمعه د سویس د لویو اقتصادي سازمانونو له ډلې ده چې هر کال د غوره اقتصادي او سیاسي څېرو په ګډون ترسره کېږي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus