Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

هدفي وژنې؛ فعالان: نسبي امنیت مو خوندي کړئ، که نه دښمن شومو اهدافو ته رسېږي

په کابل او نورو ولایتونو کې د هدفي وژنو له امله اندېښنې ورځ تر بلې په زیاتېدو دي، یو شمېر مدني فعالان چې د ټولنو شمېر یې شااوخوا ۶۰ ته رسېږي په کابل کې د یوې غونډه په ترڅ کې د روانو ترورونو او هدفي وژنو د مخنیوي غوښتنه وکړه.


مدني فعاله زهره امیري وايي، خبریالان او مدني فعالان د ټولنې بې طرفه خلک دي، نو د دې بې پرې خلکو وژل ولې دوام لري؟" په دې وروستیو کې د هدفي وژنو لړۍ ټول اندېښمن کړي یو، موږ د همدغې ناستې له لارې له حکومته غواړو چې زموږ نسبي امنیت خوندي کړي، څو موږ وکولی شو خپل غږ پورته کړو، که د مدني فعالانو غږ غلی شو، دښمن بیا په اسانۍ سره کولای شي خپلو شومو اهدافو ته ورسېږي."


دغو مدني فعالانو د یو پریکړه لیک په صادرولو سره له افغان حکومته او طالبانو غوښتنه وکړه چې د سولې خبرو کې د سیاسي او مدني فعالانو، خبریالانو او عامو وګړو د خوندیتوب لپاره دې یوې هوکړې ته ورسېږي.


له دې سره هم مهاله د افغانستان د جمهور رئیس لومړي مرستیال امرالله صالح په خپل فیسبوک پاڼه لیکلي چې د هدفي وژنو تر شا د طالبانو لاس لرل له شک څخه یقین ته واوښته.




هغه لیکلي، د خبریالانو، مدني او سیاسي فعالانو د وژنې تر شا طالبان لاس لري. د افغانستان امنيتي او دفاعي ځواکونو په تیرو څو اونیو او میاشتو کې د دې ډلې ګڼ شمېر کسان په دې تور نیولي دي.


نوموړي په تینګار سره د اعدام په اړه د طالبانو غبرګون ته په ځواب کې لیکلي چې طالبانو وښوده چې دوی د خبریالانو او مدني فعالانو او نورو ناوړه کړنو تر شا لاس لري.


د هغه په خبره، طالبان د عامو خلکو له وژلو او او ویجاړې پرته بل کار نه لري.




د ښاغلي صالح د سټراتیژیکو او عامه اړیکو د دفتر رئیس رضوان مراد له ازادي راډيو سره په خبرو کې وايي، طالبانو په هدفي وژنو سره اوس د جګړې تګلاره بدله کړې ده:" د هدفي وژنو مسئله یوازې کابل او ولایتونو کې نه ده، دا د طالبانو د جګړې نوی تکتیک دی، طالبان له امریکایانو سره تړون لري چې لویو ښارونو کې حملې نه کوو، له همدې امله یې مسولیت نه اخلي، د دې لپاره چې وېره لري امریکایان له دوی سره له شوي تړونه ونه وځي، خو کابل او نورو ولایتونو کې دوی له همدې لارې خپلې جګړې ته دوام ورکړی. "


ښاغلي مراد وروستیو اندېښنو ته په اشارې سره وايي، ټول امنیتي او دفاعي بنسټونو د عامو خلکو او نورو وګړو د خوندېتوب لپاره جدي کار کوي.


ازادي راډیو هڅه وکړه، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت نظر هم په دې اړه راواخلي، خو اړیکه یې چا ځواب نه کړه.


طالبان بيا د افغان حکومت دا ادعاوې چې ګنې دغه ډله د هدفي وژنو ترشا لاس لري ردوي.


د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد د سې شنبې (د مرغومي ۳۰مه) په ورځ ازادي راډيو ته په استول شوي پیغام کې ویلي، په کابل کې ناست چارواکي په دا شان ادعاوو سره خپلۍ ناکامۍ پټوي.


دا په داسې حال کې ده چې هدفي وژنې په افغانستان په تېره بيا په کابل ښار کې دې وروستیو کې یوه جدي ستونزو ده. په تیرو څو میاشتو کې یو شمېر مدني فعالان، خبریالان او د ښځو د حقوقو فعالانې د هدفي وژنو ښکار شوي.


د دغې لړۍ دوام ان تر دې چې یو شمېر مدني فعالان او خبریالان د هېواد پرېښودو ته هم اړ کړل.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus