Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

"لا هم د څېړنو لپاره ټاکل شوى پلاوى نيمروز ته نه دى تللى"

نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې پر ملکي وګړو د هوايي برید د څېړنې لپاره ګمارل شوی پلاوی، لا هم سیمې ته نه دی تللی.


د نيمروز اوسېدونکى میرحسن د عبدالقادر د ترور زوی دی. 


دی وايي، د یکشنبې په شپه نږدې ۱۲ بجې د افغان هوايي ځواک ۴ الوتکو د نیمروز ولایت د خاشرود ولسوالۍ د منزرې په کلي کې د اوویا کلن عبدالقادر کور په نښه کړ.


ادعا کېږي، چې په دې برید کې خپله عبدالقادر، د هغه زوی، ۵ لوڼې، اینګور او لمسیان چې ټول شمېر یې ۱۸ تنه کېږي، وژل شوي دي.


د عبدالقادر د کورنۍ یوازې دوه زامن نوراني او احمد ژوندي پاتې چې هغه هم په همدې پېښه کې ټپیان شوي.


هغه وویل: "د ده لوڼې په مېلمستیا راغلې وې. لمسیان یې هم وو، ۴ یې پیغلې لوڼې وې، خپله عبدالقادر، یو زوی یې ټول شهیدان شوي، یعنې د شهیدانو شمېر ۱۸ تنه دی."


میرحسن وايي، له دې پېښې۳ ورځې تېرېږي، خو لا هم څېړونکی پلاوی د څېړنې لپاره سیمې ته نه دی تللی.


دی د خپلې کورنۍ لپاره عدالت غواړي.


نوموړي زياته کړه: "پنځوس کاله کېږي چې موږ د خلکو بزګري کوو، د بل لپاره خواري کوو، اته‌لس تنه یې ما ته شهیدان را واړول. زموږ درې کورونه یې ونړول، بمبار یې وکړ، ولې، د څلوېښت کورونو په منځ کې موږ پراته وو. "


که څه هم افغان حکومت د دې پېښې د څېړنې مسئولیت د نیمروز ولایتي ادارې ته سپارلی، خو د ولایت مقام دننه یوه سرچینه د خپل نوم نه‌ښودو په شرط مني چې ګمارل شوی پلاوی تر اوسه سیمې ته نه دی تللی.


سرچینه په دې اړه لا ډېر وضاحت نه ورکوي.


خو د افغانستان حکومت ژمنه کړې چې دا پېښه به په بې‌پرې ډول وڅېړي.


ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې د ولسمشر له قوله لیکلي: "ولسمشر د نیمروز مسوولانو ته په ټینګار لارښوونه کړې چې ژر تر ژره د وژل شویو کورنیو ته رسېدنه او د ټپیانو درملنه وکړي."


د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه‌پال ازادي راډیو ته وویل، ولسمشر امنیتي او دفاعي ځواکونو ته امر کړی چې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره په عملیاتو کې له پوره غور کار واخلي.




مينه پال وايي: "ولسمشر د نیمروز ولایت مسوولانو ته لارښوونه وکړه چې ژر تر ژره د شهیدانو کورنیو ته رسېدنه او د ټپیانو اساسي درملنه وکړي. همدا ډول امنیتي او دفاعي بنسټونه دې د دې پېښې په اړه له هر اړخیزې څېړنې وروسته، خپل راپور جمهوري ریاست سره شریک کړي. "


ولسمشرۍ ماڼۍ همدا ډول د ملکیانو د مرګ‌ژوبلې مسئولیت پر طالبانو ور اچوي او زیاتوي، طالبان له ملکي وګړو د سپر په توګه ګټه اخلي.


خو طالبان بیا دا ادعا ردوی.


په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما هم له افغان حکومت غوښتي چې دا پېښه په عادلانه او روښانه ډول وڅېړي.


یوناما داسې مهال له افغان حکومت د ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي غوښتنه کوي، چې له دې وړاندې یې د ملکي مرګ‌ژوبلې یو لامل د افغان هوايي ځواکونو بمبار یاد کړی دی.


خو له دې ټولو سره سره د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، د نیمروز د خاشرود ولسوالۍ په منزرې سیمه کې یې د طالبانو پټنځای په نښه کړی او د ۹ پاکستانیانو په ګډون یې ۱۵ طالبان وژلي دي.


دفاع وزارت هم د ملکیانو د مرګ‌ژوبلې په اړه د څېړنو له پیل خبر ورکړی دی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus