Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

مسیر: د وژنو په اوج کې د سولې خبرې بیا ځلې پیل شوې دي

مسیر


مسیر ورځپاڼې خپله سرمقاله په دې کرښو پیل کړې، د وژنو په اوج کې د سولې خبرې بیا ځلې پیل شوې دي.


ورځپاڼې دا خبرې د تېر په څېر سړې بللي لیکي چې له دواړو اړخونو خبرو ته لېوالتیا کمه ښکاري.


لیکوال وروستۍ وژنې پر یو بل د فشار راوړلو او یا هم د سولې پروسې د تخریب لپاره یوه هڅه بللې لیکلي چې د دغو بریدونو قربانیان تر ډېره ملکي وګړي، مدني فعالان، ژورنالېستان او یا هغه کسان دي چې خلک پرې حساب کوي او پر وژنه‌یې دردېږي.


د لیکوال په وینا، که ښکېل اړخونه فکر کوي چې په دې ډول وژنو پر مقابل لوري فشار راوړي، نو دا بیا د خپل هدف لپاره ناوړه او ناسمه لاره ده چې هېڅ ډول اسلامي، انساني او افغاني ارزښتونه اجازه نه‌ورکوي.


ورځپاڼې ټینګار کړی چې دواړو اړخونو ته په‌کار ده څو پر سوله تمرکز وکړي، د سولې پروسه باید بریالۍ کړي. لیکوال په دې پروسه کې خنډ جوړوونکي د افغانستان د خلکو دښمنان او د بې‌ګناه خلکو وژونکي یاد کړي چې هرو مرو به ورسره یو وخت حساب کېږي.



افغانستان


افغانستان ورځپاڼې هم د سولې په مسئلې لیکنه کړې ده.


د سرمقاله ليکونکي په وینا، اوربند او د نظام نوعیت دوه هغه مسایل دي چې د دوحې د سولې دوهم پړاو خبرو لپاره د حکومت او طالبانو له‌خوا وړاندیز شوې دي.


د لیکوال په وینا ،که څه هم طالبان د اوربند په مسئلې خبرو ته چمتو نه‌دي، خو افغان پلاوي ته اوربند سره کرښه یادېږي.


وړاندې راغلي که طالبان د نظام نوعیت او افغان پلاوی د اوربند په مسئلې ټینګار وکړي او اجماع موجوده نه‌وي دا به خبرې اوږدې کړي.


د سرمقالې لیکوال د سولې او جمهوریت په هکله په  ملي اجماع  ټینګار کړی.


ورځپاڼې د سولې دوهم پړاو خبرو په درشل کې د خلکو غوښتنې هم را اخیستي لیکلي، د افغانانو ستره هیله دا ده چې اوربند وشي او یوه بنسټیزه سوله رامنځته شي.


لیکوال ټینګار کوي چې د افغانستان خلک داسې یوه سوله غواړي چې نظام او ارزښتونه‌یې د سولې لپاره قرباني نه‌شي.



هېواد


هېواد دولتي ورځپاڼې هم د هدفي وژنو زیاتېدو او په کابل کې د عامه ساتنې تصدۍ د وياند ضيا ودان‌ او د نوموړي د نورو همکارانو وژنو ته په اشارې لیکلي، دا بريد د هغو بريدونو سلسله ده چې په دې وروستيو اوونيو کې پراخ شوي او ډېری قربانيان‌يې ژورنالېستان، د مدني ټولنې فعالان او نورې مطرح څېرې دي.


ورځپاڼې دا بريدونه ستر جنايت بللي او په ژر تر ژره درېدو يې ټینګار کړی.


لیکوال پر خلکو غږ کړی چې ملت بايد د داسې بريدونو پر ضد سره يو موټی شي او په ملي يووالي سره د خپل نظام پياوړي کولو لپاره په يوه ليکه کې راټول شي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus