Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د سولې په اړه پیلیدونکي بحثونه؛ "۲۰ ولایتونو کې طالب ضد عملیاتونه پیل شوي"

په داسې کې چې ټاکل شوې سبا شنبه (د مرغومي۲۰مه) په قطر کې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او طالب مذاکراتي پلاوېو ترمنځ د سولې د خبرو په اجنډا بحثونه پیل شي، لا هم د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې جګړې روانې دي او ښکېل اړخونه یو بل ته د مرګ ژوبلې د اړولو ادعاوې کوي.


د افغانستان دفاع وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دې هېواد په شلو ولایتونو کې د طالب ضد پوځي عملیاتو د ترسره کېدو خبر ورکړی.


د دې وزارت مرستیال ویاند فواد امان د جمعې (د مرغومي ۱۹مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل:" د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو چې د دښمن پر وړاندې متقابل پوځي عملیات درلودل په ترڅ کې یې ۳۸ وسله وال مخالفین وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي، دا شان دې عملیاتو کې ډېر شمېر سپکې او درنې وسلې د افغان ځواکونو لاسته ورغلي او اویا کړۍ ماینونه چې د طالبانو له لوري د لویو لارو په اوږدو کې ځای پر ځای شوي وو، کشف شوي دي. "




ښاغلی امان زیاتوي، دغه عملیات په هغو ولایتونو کې ترسره شوي چې د وسله والو ګواښونه په کې ډېر محسوسېدل.


لغمان، ننګرهار، کونړ، پکتیا، غزني، لوګر، میدان وردګ، کندهار، زابل، ارزګان، هرات، فراه، بادغیس، فاریاب، بلخ، هلمند، کندز، بدخشان، بغلان او تخار هغه ولایتونه یاد شوي چې دفاع وزارت په کې تازه طالب ضد عملیات کړي دي.


خو طالبانو بیا د دفاع وزارت دغه ادعا رد کړې او د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې یوازې تېره شپه یې په بېلابېلو ولایتونو کې لسګونه افغان پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.


د تاوتریخوالي دا خبرونه داسې مهال ورکول کېږي چې ټاکل شوې سبا شنبه (د مرغومي ۲۰مه) په قطر کې د دواړو لوریو مذاکراتي پلاوي د سولې د خبرو پر اجنډا بحثونه پیل کړي.


د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیې انوري رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي: "د تېرې چهارشنبې په ورځ د مقدماتي ناستې په ترڅ کې دا پریکړه وشوه چې د شنبې په ورځ به د دواړو خواوو ترمنځ د اجنډا په اساسي مواردو بحثونه پیل شي، د افغانستان مذاکراتي پلاوی د دې مرحلې لپاره پوره چمتوالی لري او اوربند د افغان مرکچي پلاوي لپاره مهمه مسئله ده. "




د اغلې انوري په خبره، ټوله هڅه دا ده چې هر اړخیز اوربند ټینګ شي.


د سولې په خبرو کې اوربند هغه غوښتنه ده چې افغان حکومت پرې له دې وړاندې هم ټینګار کړی دی.


د سولې مذاکراتي پلاوي هم ویلي چې اوربند د افغانانو غوښتنه ده او د بین الافغاني خبرو د دوهم پړاو مهمه او اساسي غوښتنه به یې اوربند وي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus