Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

غورځېدلې اوکراینۍ الوتکه؛ له ایرانه د افغانستان په ګډون د ۵ هېوادونو غوښتنې!

افغانستان او څلورو نورو هېوادونو له ایرانه غوښتي چې په تهران کې د یوې اوکراینۍ الوتکې د لوېدو د پېښې له کبله د قربانیانو کورنیو او حکومتونو ته د شفافیت او حساب ورکولو په اړه اقدام وکړي.


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه نن د جمعې (د مرغومي ۱۹مه) په ورځ د قربانیانو کورنیو ته د ځواب ورکولو او همغږۍ د نړیوالې ډلې د غړو له لوري په خپره کړې اعلامیه کې له ایرانه غوښتنه کړې چې باید د یادې پېښې بشپړ او هر اړخیز راپور وړاندې کړي.


د افغانستان، کاناډا، اوکراین، بریتانیا او سویډن په دې ګډه اعلامیه کې د قربانیانو له کورنیو سره همدردي ښودل شوې.




دغه شان له ایرانه غوښتنه شوې چې د دغه پېښې له کبله زیانمنو کورنیو او دولتونو ته د شفافیت او حساب ورکولو په برخه کې اقدام وکړي.


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ایران له دولته غواړي چې د دې پېښې په اړه د کره څېړنو پایلې له افغانستان او د نړۍ له نورو هغو هېوادونه سره شریکې کړي چې وګړي یې د الوتکې د نسکورېدو په دې پېښه کې وژل شوي وو."




په دې اعلامیه کې راغلي دي: "موږ له ایرانه غواړو چې په راتلونکي کې د دې ډول پېښو د مخنیوي لپاره د اقداماتو په ګډون د ټولو هغو پېښو او پرېکړو په اړه چې له وجې یې دا سانحه رامنځته شوه پوره او هر اړخیز راپور چمتو کړي."


یو کال وړاندې د جنورۍ په اتمه د چهارشنبې په ورځ د اوکراین د هوايي شرکت مسافر وړونکې الوتکه د تهران له هوايي ډګره له الوتو لنډه شېبه وروسته د ایران د سپاه پاسدران ځواک له لوري په راکټ وویشل شوه چې له امله یې الوتکه نسکوره شوه او په کې ناست ټول ۱۷۶ سپاره ووژل شول چې ۱۳یې افغانان وو.


په قربانیانو کې دغه شان د کاناډا، سویډن، جرمني، بریتانیا او ایران اتباع هم وو.


که څه هم د پېښې په لومړیو کې ایران د دې الوتکې ویشتل نه تاییدول، خو وروسته یې په رسمي ډول ومنله چې یاده الوتکه سهواً د دې هېواد د سپاه پاسداران ځواک په توغندي ویشتل شوې ده.




دې پېښې پراخه نړیوال غبرګونونه هم لرل.


تازه د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان ویلي، ایراني چارواکو د دې پېښې په اړه د شفافو او مؤثقو څېړنو پرځای د دې پېښې د قربانیانو کورنۍ ځورولې دي.


د بشري حقونو د څار سازمان په یو بیان کې له ایراني چارواکو غوښتي دي په دې اړه د بې پرې او شفافو څېړنو ژمنه وکړي.


دې سازمان د دې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره د مرکو پر بنسټ ویلي دي چې ایراني چارواکو دوی ځورولي دي.


دې سازمان په یوه راپور کې ویلي، لږ تر لږه شل کسان چې له دې پېښې وروسته یې په سوله ییزو مظاهرو کې ګډون کړی وو، تر قانوني څار لاندې نیول شوي دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus